داعش د نړيوالو زبر ځواكونو پروژه ده.

د تركيې د لومړي وزير پخواني مرستيال او د عدالت او پراختيا د ګوند مهم غړي بكر بوزداغ څرګنده كړه چې `` د داعش ترهګره ډله د اسلام د دښمنانو لخوا د مسلمانانو ترمېنځ د كړكېچ او تاوتريخوالي د رامنځته كولو په موخه عملي شوې پروژه ده.

322873
داعش د نړيوالو زبر ځواكونو پروژه ده.


د تركيې د لومړي وزير پخواني مرستيال او د عدالت او پراختيا د ګوند مهم غړي بكر بوزداغ څرګنده كړه چې `` د داعش ترهګره ډله د اسلام د دښمنانو لخوا د مسلمانانو ترمېنځ د كړكېچ او تاوتريخوالي د رامنځته كولو په موخه عملي شوې پروژه ده.`` بوزداغ زياته كړه چې ``له بده مرغه يواځې د مسلمانې نړۍ په جغرافيه كې د وينو او اوښكو رودونه روان دي. په نوره نړۍ كې دا ډول ستونزې نه تر سترګو كيږي.``
بكر بوزداغ چې د مدني ټولنې د يو شمېر استازو سره د روژه ماتي په مراسمو كې ګډون كړى وو د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې `` داعش د مسلمانانو او اسلام نه د نورې نړۍ د كركې او كينې د رامنځته كولو په موخه د نړيوالو زبر ځواكونو لخوا رامنځته شوې پروژه ده. داعش داسې اعمال ترسره كوي چې د اسلام، قران كريم او احاديثو سره هېڅ ډول اړخ نه لګوي. ددې اعمالو په ترسره كولو سره غواړي چې نوره نړۍ د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دښمنه كړي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه