استانبول د اسلامي نړۍ د ځوانانو پلازمینه

استانبول د اسلامي نړۍ د ځوانانو پلازمینې په نوم ونومول شو

316106
استانبول د اسلامي نړۍ د ځوانانو پلازمینه

استانبول د اسلامي همکاریو اداري لخوا د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کال د اسلامي نړۍ د ځوانانو د پلازمينې په ټوګه وټاکل شو.
د لمانځغونډې پروګرام يې د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د سازمان تر سیوري لاندې د ځوانانو لپاره د ډیالوګ او همکاري اسلامي فورم ، د ترکیې د ځوانانو او سپورټ وزارت او د استانبول ښاروالۍ په همکاریو جوړ شو.
استانبول د اسلامي نړۍ د ۵۶ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې پریکړې سره د اسلامي نړۍ لومړنۍ پلازمینې په توګه وټاکل شو.
پدې پروګرام کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د ۵۶ غړیو هیوادونو ځوانانو د خپلو خپلو هیوادونو په استازیتوب ګډون کړی وو. ځوانانو په غونډه کې د ګډونکونکو میلمنو نه د خپلو هیوادونو د بیرغونو په رپولو سره هر کلی وکړ.
دې غونډې ته نړیوال ډیپلوماټان، د ځوانانو د ټولنو غړي او نور ډیر میلمانه راغلي وو.
د پروګرام پیل وینا د ډیالوګ او همکاري اسلامي کنفرانس د ټولني عمومي سکرتر ایلشاد اسکندروف لخوا وشوه.
نوموړي وویل چې اسلامي نړۍ کې د جګړو له امله مسلمانان د ډیرو لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه همدا شان وویل: په سیمه کې د رادیکالیزم شاته پریښودو او اسلامي نړۍ کې د یو ښه او ځلانده راتلونکي د برابرولو لپاره باید چې په ځوانانو باندې پانګونه وشي.
همدا راز په غونډه کې د استانبول والي واسف شاهین هم وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې داسې وویل: د اسلامي نړۍ لپاره استانبول یو له مهمو ښارونو څخه دی. د ۵۶ هیوادونو د رایو په پایله کې د اسلامي نړۍ د ځوانانو د پلازمینې په توګه ټاکل کیدل زمونږ لپاره د افتخار ځای دی.
د ویناوو په لړ کې، د اسلامي نړۍ د ځوانانو پلازمینه استانبول به سږ کال د ځوانانو لپاره مختلف پروګرامونه، کنفرانسونه او پروژې په لاره اچولو یادونه هم وشوه.
د غونډې په پای كې د استانبول د ښاروال استازي احمد سلامت ځوانانو ته د استانبول تمثیلي کیلي ورکړل شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه