د ترکیې د پارلمان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوه

د ترکیې جمهوریت د پآرلمان په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره حجاب لرونکو وکیلانو په ازده توګه او پرته د کوم خنډه د لوړې په کولو سره خپله دنده پيل کړه

316012
د ترکیې د پارلمان په تاریخ کې  نوې پاڼه پرانیستل شوه

د ترکیې  جمهوریت  د پارلمان  په تاریخ کې  د لومړي  ځل لپاره حجاب لرونکو ښځینه وکیلانو  پرته د کوم خنډ او ستونزې په ډیره ازاده توګه  د لوړې په کولو سره  خپله دنده  پیل کړه. 

د ترکیې  په ملي‌ شورا کې د پلازمینې انقرې  د خلکو استازې او د عدالت او پراختیا د ګوند وکیلې  لطفیه سلوا چام  لومړنئ‌ حجاب لرونکې  ښځینه وکیله  وه  چې  نن  يي لوړه وکړه . سلوا چام  د لومړنئ حجاب لرونکې  وکیلې په توګه د لوړې کولو سره د ترکیې په تاریخ کې ثبت شوه . 

همداشان  په ملي‌ شورا کې  د انتالیا  د ولایت استازې او عدالت او پراختیا د ګوند وکیلې ثنا نور چیلیک  دویمه  حجاب لرونکې  وکیله وه چې  لوړه يي‌ وکړه. د یادولو  وړ ده چې  ۱۶ کاله  د مخه په ۱۹۹۹ کال کې هم  یوې حجاب لرونکې  وکیلې پارلمان ته لار پیدا کړې وه  چې د لوړې  د کولو نه د مخه  د پړوني‌ او حجاب له امله د پارلمان نه ویستل شوې وه. ۱۶ کاله وروسته  د حجاب له امله د پارلمان نه  د ویستل شوې وکیلې  خور  د حجاب سره په پارلمان کې  لوړه وکړه .  د یادولو  وړ  ده  چې  د ترکیې د ملي شورا  په ۲۵ مې  تقنیني‌ دوره کې  ۲۵ حجاب لرونکو ښځینه وکیلانو پارلمان ته لار موندلې ده . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه