د ترکیې ملي شورا ۲۵ مه تقنیني دوره نن رسمآ پیل شوه

په ترکیه کې د جون په ۷ مه نیټه د ترسره شوو پارلماني ټاکنو نه وروسته د ملي شورا ۲۵ مه تقنیني دوره نن رسمآ پيل شوه

315596
د ترکیې ملي شورا  ۲۵ مه تقنیني دوره نن رسمآ پیل شوه

په ترکیه کې د روان کال د جون په ۷ نیټه د ترسره شوو پارلماني ټاکنو نه وروسته د پارلمان ۵۵۰ تنه غړیو نن د لوړې په کولو سره خپله دنده رسمآ پیل کړه.
د ترکېې د ملي شورا د ۲۵ مې دورې لومړنی تقنیني کال د ملي سرود په غږولو سره رسمآ پيل شوه.
د ویلو ده چې په ملي شورا د هیواد د انتالیا د خلکو استازی دینیز بایکال د ملي شورا تر ټولو د محسن غړي په صفت د ملي شورا موقتي مشر په توګه وټاکل شو.
د ملي شورا ۲۵ مه دوره د موقت مشر دینیز بایکال په پرانیست وینا پیل شوه . د ملي شورا موقت مشر د خپلې وینا په ترڅ کې د هیواد په ملي یووالي او اتحاد ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې ملي شورا د نړۍ تر ټولو د پخوانیو ملي شوراګانو نه دی. د ترکیې ملي شورا د ملي مبارزې او یو زیات شمیر ناخوالو او عصیانونو شاهدي کړې ده. بایکال زیاته کړه چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ملي شورا او دولت د خلکو لخوا جوړیږي خو په ترکیه کې دولت او اردو د ملي شورا لخوا جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه د ترکېې ملي شورا بڼسټ ایښودونکی دی ، د اساسي قانون له امله نه بلکې د دولت د جوړولو له امله .


د ترکیې ملي شورا په هیواد کې ډیرې زیاتې لاسته راوړنې درلودلي دي چې تر ټولو مهمه يي د یو ګوندي نه د ډیر ګونډي سیستم راوستل دي. د ترکیې ملي شورا په هیواد کې د پوهنې نه نیولې تر حقوقو، د ښځو او نارینو د مساوي حقونو، پرمختګ ، اقتصادي ودې برخو پورې په یو زیات شمیر برخو کې ډیر مهم ګامونه پورته کړي دي.
د ویلو ده چې د ملي شورا د ۲۵ مې دورې د پرانیستو په مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کړی وو.


همداشان لومړی د هیواد د ملي شورا موقت مشر دینیز بایکال لوړه وکړه او وروسته د ملي شورا نورو غړیو د خپل وار سره په لوړې پیل وکړ.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې په نوي پارلمان کې هیڅ کوم ګوند غوڅ اکثریت ندی ترلاسه کړی چې د همدې امله وار د مخه د ایتلافي حکومت د جوړیدو په اړه بحثونه پيل شوي دي.
د جون د ۷ مې نیټې په پارلماني ټاکنو کې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵۸ څوکۍ، د جمهوریت خلق ګوند ۱۳۲ څوکۍ، د ملیت پالو غورځنګ ګوند ۸۰ څوکۍ او د حقونو او ډیموکراسۍ ګوند ۸۰ څوکۍ ترلاسه کړې. په ترکیه کې په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر په ملي شورا کې لږ تر لږه ۲۷۶ څوکیو ته اړتیا لیدل کیږي. د عدالت او پراختیا ګوند د ۱۳ کلونو یواځې ځان واکمنۍ نه وروسته پدې ټاکنو کې غوڅ اکثریت د لاسه ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه