اردوغان د سوريې د كډوالو سره يو ځاى روژه ماته كړه.

ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د روژه ماتي په يو پروګرام كې د وينا پرمهال وويل چې `` د لوېديځ په ګډون ټوله نړۍ په مصر كې د ديموكراسۍ او په سوريه كې د بشري مرستو د ترسره كولو په برخه كې ناكام شوه.``

312411
اردوغان د سوريې د كډوالو سره يو ځاى روژه ماته كړه.

ولسشمر رجب طيب اردوغان تېر ماښام روژه ماتى د سوريې د كډوالو سره يو ځاى وكړ. اردوغان د روژه ماتي نه وروسته ګډونوالو ته د وينا پرمهال يو ځل بيا په منځني ختيځ كې د لويديځې نړۍ په سياستونو باندې سختې نيوكې وكړې.
ولسمشر وويل چې `` لويديځ چې ځان د ديموكراسۍ تش په نام باني بولي د سوريې او مصر په اړه دريځ يې د شرم وړ دى. داسې هېوادونه هم شته دى چې د كډوالو كيښتۍ خپلو هېوادونو ته نه را پرېږدي او هغوى د اژې او مديترانې په بحيرو كې قهرجنو څپو ته د مړينې لپاره سپاري. دوى يواځې او يواځې د خپلو ولسونو د حضور د ساتنې په موخه د كډوالو د مرستو په چيغو باندې غوږونه كڼوي. دوى په حقيقت كې د بشريت پر وړاندې جرم ترسره كوي.``
ولسمشر اردوغان د سوريې كډوالو ته د تركيې پرانيستو دروازو ته په اشارې سره وويل چې `` دوى له موږ سره هم مرسته نه كوي. تر اوسه پورې په تركيه كې شاوخوا ۲ ميليونه سوري كډوال ژوند كوي. دا شمېره په ټوله اروپا كې ۲۰۰ زره هم نه ده. آيا اروپا زموږ په پرتله پياوړى اقتصادي نه لري چې د دوى سره مرسته وكړي؟ انسانيت چېرې دى؟ تر هغه پورې چې دا دوه مخى سياست پاى ته نه وي رسېدلى په نړۍ كې د سولې راتلل امكان نه لري.``


اردوغان زياته كړه چې تركيه به هېڅكله اجازه ورنكړي چې د ظالم په منګولو كې مظلوم ساه وركړي. `` موږ تر اوسه پورې هېڅ يو مظلوم د ظالم په منګولو كې مرګ ته نه دى پرې ايښى. موږ په خپل شكور كې وروستۍ ډوډۍ به هم د خپلو كډوالو ورونو سره شريكه كړو. خو دا د ټول بشريت ګډه ستونزه ده. لويديځ بايد په دې پوه شي چې د سوريې او مصر په امتحانونو كې ناكام شوي دي.``


ولسمشر رجب طيب اردوغان په پاى كې سوري كډوالو ته ډاډ وركړ چې وروستى برى به ستاسې په برخه وي. تركيه په هېواد كې د مېشتو مېلمنو د راتلونكې ژوند لپاره پوره تيارى لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه