اردوغان : د کودتاچیانو نه ملاتړ کوونکي‌ د هغوې د جرم شریکان دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر لومړني‌ منتخب ولسمشر محمد مرسي‌ د اعدام په اړه وویل هر هغه څوک چې د کودتاچیانو نه ملاتړ کوي‌ هغوې د ډیموکراسئ‌ او ازادئ‌ په څیر د کلمو د کارولو حق نلري

309491
اردوغان : د کودتاچیانو نه ملاتړ کوونکي‌ د هغوې د جرم شریکان دي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب  اردوغان  د مصر د لومړني‌ منتخب ولسمشر محمد مرسي‌ اړوند د محکمې  پریکړه  یوځل بیا په کلکو ټکو وغندله  او په نړئ‌والې ټولنې  د حرکت  غږ وکړ. ولسمشر  اردوغان  وویل  هر هغه څوک  چې  د کودتاچیانو نه ملاتړ کوي‌ او د هغوې  تر څنګ  دریږي‌ هغوې  د ډیموکراسئ‌ او ازادئ  په څیر  د کلمو د کارولو او سورو او نارو حق  نلري.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونئ‌  تیره ورځ  د ولسمشرئ‌ په ماڼئ‌ کې  د هیواد  د شهیدانو کورنیو ته  د روژه ماتي‌ د میلمستیا  پر مهال وکړې. ولسمشر  اردوغان  وویل چې وطن  هله  وطن کیږي‌  چې  په سر يي  ځانونه  فدا  او قرباني‌ شي. دا چې نن ورځ  موږ  د کوم  وطن  او خاورې خاوندان یو  او ازادي‌ لرو  دا ټول  د شهیدان  او غازیانو له برکته چې  ددې  وطن په خاطر يي خپل خواږه  ځانونه  قربان کړي، د خپل بدن  غړي‌ يي‌ د لاسه ورکړي دي. 

ولسمشر اردوغان  سږ  کال  د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړئ  ورځ  د ولسمشرئ‌ په مانئ‌ کې  د شهیدانو کورنیو سره یو ځای  روژه ماتې  وکړ. ولسمشر اردوغان پدې  مراسمو کې  وویل چې  موږ هیڅ وخت په هیواد کې خپل شیهدان  او غازیان  ندي‌ هیر کړي‌‌ او نه به يي هیر کړو. ولسمشر زیاته کړه چې  د شهیدانو د کورنیو ته خدمت  زموږ  مسولیت  او  پور  دی. د شیهدانو کورنیو ته هر ډول خدمت  لږ دی ځکه چې موږ د هغوی  حق  نشو  ادا کولی . 

ولسمشر  اردوغان  پدې  مراسمو کې  یو ځل بیا  په مصر کې  د محکمې  لخوا محمد مرسي‌  او د هغه  ملګرو ته  د اعدام  سزا په کلکو ټکو وغندله  او وویل چې  زه  ددی ځایه  په ټولې  نړئ‌ غږ کوم  چې  ددې بې عدالتیو  پر وړاندې  غږ  اوچت کړي. په حرکت  پيل وکړي. 

که چیرې  هر  سړی  پدې  بې عدالتیو  سترګې  پټئ  کړي‌ او د کودتاچیانو  نه ملاتړ وکړي‌  هغو بیا کله هم  د ډیموکراسئ ، ازادئ‌ او عدالت  په څیر  د کلمو د کارولو  او حتا  په خوله د اخیستو  حق  د لاسه ورکوي‌ او نه يي لري. موږ  او د ترکیې  پیاوړي‌ ملت  تر ننه  پورې  د هر ډول  ظلم او بې عدالتیو پر وړاندې  غږ  اوچت کړی دی  او خپل  دې دریځ ته به دوام ورکړو. د ظالمانو په ظلمونو او بې عدالیتو به هیڅکله هم  سترګې  پټې نکړو . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه