د روژې په مناسبت د تركيې د لومړي وزير د مباركۍ پيغام

لومړي وزير احمد داوود اوغلو تېر ماښام د تراوېح لمونځ په انقره كې په يو جامع مسجد كې ادا كړ.

308725
د روژې په مناسبت د تركيې د لومړي وزير د مباركۍ پيغام


لومړي وزير احمد داوود اوغلو تېر ماښام د تراوېح لمونځ په انقره كې په يو جامع مسجد كې ادا كړ.
داوود اوغلو د تراوېج د لمانځه د ادا كولو نه ووروسته وويل چې `` د روژې مباركه مياشت دې ټولو هېوادوالو، اسلامي نړۍ او ټول بشريت ته مبارك وي.``
لومړي وزير څرګنده كړه چې `` له بده مرغه په دې مباركه مياشت كې په سوريه، عراق، يمن، فلسطين، مصر او يو زيات شمېر نورو مسلمانو هېوادونو كې د تاوتريخوالي له امله حالات ترينګلي دي. موږ دنده لرو چې په ټوله نړۍ كې د مسلمانانو ورونو له حاله ځان خبر كړو.``
لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې د `` الله ج نه غواړم چې دا مياشت د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د رحمت، مرحمت او سولې وسيله وګرځيږي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه