په ترکیه کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو
په ترکیه کې د پخواني ولسمشر د مړینې له امله د نن نه په اعتبار سره درې ورځې ملي ماتم اعلان شو
![په ترکیه کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/55142365661412583060.jpg?time=1719309077)
په ترکیه کې د پخواني ولسمشر سلیمان دیمیریل د مړینې له امله د نن نه په اعتبار سره درې ورځې ملي ویر اعلان شو.
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په انقره کې د پخواني ولسمشر سلیمان دیمیریل د کور نه د لیدنې پر مهال د مسلې اړوند څرګندونې وکړې.
لومړي وزیر دلته خبریالانو ته وویل چې د پخواني ولسمشر سلیمان دیمیریل د میړینې له امله د ترکیې ملت او د خدای بخلي کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوم. لومړي وزیر داوود اوغلو وویل چې ترکیې نن خپل یو ډیر مهم اولاد او نامتو سیاسي څیره او شخصیت د لاسه ورکړ. داوود اوغلو د دیمیریل نه د نږدې وختونو تر ټولو د مهمو سیاسي څیرونو د یو په توګه یادونه وکړه .
لومړي وزیر زیاته کړه چې مرحوم ولسمشر دیمیریل تل او په ځانګړې توګه د مې د ۲۷ کودتا نه وروسته چې په هیواد کې دیموکراسي په تورو وریځو کې ډوبه شوې وه په هیواد کې د ازادیو او په تورو وریځو کې د پټې ډیموکراسۍ د روښانولو او مشروعیت په خاطر ډیره زیاته مبارزه کړې ده .
ښاغلي ولسمشر د ترکیې په سیاسي تاریخ کې د ځان نه ډیرې زیاتې نښې او نښانې پریښې دي او تل به د ټولو لخوا یادیږي.
لومړي وزیر وویل چې یو ځل بیا هم د ترکیې د ملت او هم د خپل ځان او خپلې کورنۍ په استازیتوب ترکیې ملت او د مرحوم دیمیریل کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوو.
لومړي وزیر وویل چې ولسمشر دیمیریل به د دولتي پروتوکول له مخې لکه د نورو ولسمشرانو په څیر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي.
لومړي وزیر زیاته کړه چې د ولسمشر د مړینې له امله د نن نه په اعتبار سره درې ورځې به په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان شي.
لومړي وزیر وویل چې د مرحوم ولسمشر د کورنۍ سره مو په سلا مشور کې پریکړه وکړه چې د جمعې او روژې د مبارکې میاشتې په دویمه ورځ به يي لومړی جنازه لمونځ د انقرې د کوجه تپه په جومات کې ادا کړی شي. د مرحوم د جنازې په اړه چې د نړۍ یو زیات شمیر مشران به هم پکې ګډون وکړي ټولې تیاري ګانې نیول شوي دي .
لومړي وزیر وویل چې د مرحوم ولسمشر جنازه به د اسپارتا ولایت د اسلام کوی په کلي کې خاورو ته وسپارل شي. همداشان په اسپارتا ولایت کې هم د مرحوم د جنازې د خاورو ته د سپارولو په خاطر ټول تدابیر نیول شوي دي او هر څه حاضر دي. په انقره کې به د دولت ارکانو په ګډون د جنازې مراسم پر ځای شي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719309078)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719309078)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله