په ترکیه کې د ایتلافي حکومت په خاطر هلې ځلې پيل شوې

په ترکیه کې د پارلماني ټولټاکنو نه وروسته د نوي حکومت د جوړولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.

305754
په ترکیه کې د ایتلافي حکومت په خاطر هلې ځلې پيل شوې

په ترکیه کې د پارلماني ټولټاکنو نه وروسته د نوي حکومت د جوړولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.
د هیواد مرستیال لومړي وزیر بولنت ارنچ وویل چې هر سړی په ترکیه کې د یو داسې حکومت په هیله دی چې روان استقرار دوام داره او تل پاتې وساتي.
ارنچ زیاته کړه چې د ترکیې د اقتصاد لپاره هم استقرار ډیر مهم دی. نن ورځ ټول پدې ډیر ښه پوهیږي چې په هیواد کې سوداګریزه نړۍ، بهرني هیوادونه او ټول هیوادوال د یو داسې حکومت جوړیدو په هیله دي چې استقرار ټینګ وساتي.
د بله پلوه د یو ایتلافي حکومت د جوړولو په خاطر هلې ځلې ګړندۍ شوي دي. په همدې چوکاټ کې د هیواد د اقتصادي نړۍ استازي د سیاسي ګوندونو د مشرانو سره لیدنه کوي.
د ترکیې د صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې یو هیت په انقره کې لومړی د جمهوریت خلق ګوند د مشر کمال کلچداراوغلو سره لیدنه کوي. دا هیت به وروسته د ملیت پالو غورځنګ د ګوند د مشر دولت باغچلي او د چار شنبې په ورځ د عدالت او پراختیا ګوند د مشرانو سره لیدنه وکړي.
د هیواد د صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د پارلماني ټاکنو پایلو ټولو ته دا وښوده چې ترکیې راتلونکی پارلمان په ډیره لوړه کچه د هیواد د هرې برخې د استازیتوب یوه ښه بیګله ده .
په څرګندونو کې راغلي دي چې د هیواد سیاسي ګوندونه باید ددې فرصت نه ډیره ښه استفاده وکړي او یو داسې حکومت جوړ کړي چې د اقتصادي برخې په ګډون په هره برخه کې د هیواد مخه پرانیزي .
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د جون د ۷ مې په پارلماني ټاکنو کې هیڅ ګوند ونشو کولای چې په پارلمان کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي. پدې ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند ۴۱ سلنه ، جمهوریت خلق ګوند ۲۵ سلنه ، د ملیت پالو غورڅنګ ګوند ۱۶ سلنه او د حقونو او ډیمورکراتیک ګوند ۱۳ سلنه رایې ترلاسه کړې.
په ترکیه کې سیاسي ګوندونه په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر په پارلمان کې لږ تر لږه ۲۷۶ څوکیو ته اړتیا لري. پدې ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند چې د ۱۳ کلونو راهیسې په یواځې ځان حکومت کولو ۲۵۸ څوکیو په ترلاسه کولو سره په یواځې ځان د حکومت جوړولو چانس د لاسه ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه