د مرسي اړوند د محکمې د پریکړې په اړه د اردوغان لومړنی څرګندونې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي اړوند د محکمې د پریکړې په اړه څرګندونې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مصر کې د محکمې لخوا محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمین سلګونو تنو په اړه د اعدام د سزا د اورولو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
ولسمشر اردوغان په مصر کې د کودتاچي رژیم د محکمې لخوا د محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمین ۱۰۵ تنو په اړه د اعدام پریکړې نه د ټولو قوانینو ، بشري حقونو او ازادیو د قتلولو په توګه یادونه وکړه .
ولسمشر اردوغان په دریو ژبو په خپور کړي پیغام کې په نړيوالې ټولنې غږ کړی دی چې د کودتاچي رژیم په غوښتنې د اعدام د پریکړو د لرې کولو په خاطر په غوڅ غبرګون وښايي .
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په ټوله نړئ کې او په مصر کې د سولې ، ثبات ، استقرار ، ډیموکراسئ او حقوقو ته درناوي ته ځانګړی اهمیت ورکوي او تل د مصر د خلکو نه ملاتړ کوي .
ولسمشر اردوغان چې په ټولنیزه مډیا کې په نړئ کې په میلیونونو تنه تعقیب کوونکي دري د محمد مرسي په اړه خپل پیغام يي د ټویټر له لارې په ترکي، انګلیسي او عربي ژبو خپور کړی دی .