په تركيه كې د بيا ټاكنو احتمال

د تركيې په پارلماني ټاكنو كې چې يوه اونۍ وړاندې ترسره شوې هېڅ يو ګوند هم په دې بريالى نشو چې په يواځې ځان حكومت جوړ كړي.

303576
په تركيه كې د بيا ټاكنو احتمال

ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون له آذربايجانه د را ستنېدو پرمهال خبريالانو ته وويل چې د ګوندونو مشرانو ته به دنده وركړي تر څو ايتلافي حكومت جوړ كړي. كه چېرې هېڅ يو ګوند په دې ونه توانېد چې ايتلافي حكومت جوړ شي نو به بيا ټاكنې وشي.
ولسمشر اردوغان وويل چې `` په ټاكنو كې د لومړي ګوند مشر ته به د حكومت د جوړولو دنده وركړم. كه چېرې هغه بريالى نشو نو دويم ګوند ته به دا دنده وسپارم. كه چېرې هغه هم د ايتلافي حكومت په جوړولو و نه توانېد نو يو ځل بيا به پارلماني ټاكنې ترسره شي. ځكه چې په هېواد كې د حكومت نشتوالى زموږ لپاره د منلو وړ نه دى.``
اوسمهال د لومړي وزارت د مقام د سرپرست احمد داوود اوغلو په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند چې په پارلمان كې ۲۵۸ چوكۍ لري د حكومت د جوړولو لپاره ۲۷۶ رايو ته اړتيا لري. تمه كيږي چې داوود اوغلو د نورو ګوندونو د مشرانو سره د نوي ايتلافي حكومت په جوړولو خبرې وكړي.
د پارلماني ټاكنو دويم ګوند بيا د خلكو جمهوري ګوند دى چې په پارلمان كې ۱۳۱ چوكۍ لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه