په استانبول كې د يتيمانو سره د خواخوږئ پروګرام
د عراق، سوريې او فلسطين په ګډون د سيمې په يو زيات شمېر هېوادونو كې د جګړو په پايله كې يتيم شوي ماشومان په استانبول كې سره راټول شول.
د عراق، سوريې او فلسطين په ګډون د سيمې په يو زيات شمېر هېوادونو كې د جګړو په پايله كې يتيم شوي ماشومان په استانبول كې سره راټول شول.
د بشري مرستو د ټولنې د ادارې لخوا په جوړ شوي فيستوال كې سلګونو يتيماتو له يو بل سره په تفريحي پروګرامونو كې ګډون وكړي.
يو شمېر ماشومانو پر كاغذي دېوال باندې خپل تېر خاطرات هم وليكل.
په دې فيستيوال كې د يتيمانو تر څنګ هغو تركي كورنيو هم ګډون كړى وو چې د دوى سره مادي او معنوي مرستې كوي. د بشري مرستو د ټولنې د يو چارواكي په وينا د فيستيوال اساسي موخه د نړۍ د نورو ماشومانو ترڅنګ د يتيمانو پر ټپونو مرهم لګول دي.
دا ټولنه د نړۍ د ۵۴ هېوادونو نه د ۶۷ زره يتيمانو د پالنې دنده پر غاړه لري. د چارواكو په وينا د تركي كورنيو او ملي سوداګرو په مالي مرستو به د ۶۷ زره يتيمانو د پوهنتون ټول لګښتونه دوى برابر كړي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.