د ترکیې ولسمشر اردوغان د لومړي‌ وزیر داوود اوغلو استعفا ومنله

د ترکیې لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو ولسمشر اردوغان ته خپله استعفا وړاندې کړه

298689
د ترکیې ولسمشر اردوغان د لومړي‌ وزیر داوود اوغلو استعفا ومنله

د ترکیې  لومړي  وزیر احمد داوود اوغلو  ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  خپله استعفا  وړاندې کړه. د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د  جون په ۷ نیټه  د پارلماني‌ ټاکنو په ترڅ کې د عدالت او پراختیا ګوند  په ولسي‌ جرګه کې  غوڅ اکثریت د لاسه ورکړ. د هیواد د قوانینو له مخې  لومړي وزیر نن  د ماښام  په ساعتونو کې  ولسمشر اردوغان ته  خپله او د کابینې  استعفا  وړاندې کړه. ولسمشر اردوغان د لومړي‌ وزیر او د کابیني‌ استعفا  ومنله خو  لومړی وزیر به  د نوي‌ حکومت  تر ټاکل کیدو پورې  د لومړي‌ وزیر په توګه  دنده  ترسره کړي. 

ولسمشر اردوغان  د لومړي‌ وزیر او کابینې د استعفا د منلو سره  د نوموړو نه  د ترسره کړي‌ نه ستري‌ کیدونکو خدماتو له امله مننه وکړه او پریکړه وکړه چې  لومړی وزیر او کابینه به د نوي‌ حکومت تر ټاکل کیدو پورې‌ خپلې  دندې  ته دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه