د ترکیې ولسمشر اردوغان د لومړي وزیر داوود اوغلو سره لیدنه کوي

په ترکیه کې د ۲۰۱۵ کال پارلماني ټاکنې او د راتلونکي حکومت په اړه هلې ځلې

297771
د ترکیې ولسمشر اردوغان د لومړي وزیر داوود اوغلو سره لیدنه کوي

په ترکیه کې د ۲۰۱۵ کال د پارلماني ټاکنو نه وروسته د حکومت په اړه د ټولو سره پوښتنې پیدا شوي دي.
پدې پارلماني ټاکنو کې د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند ۴۱ سلنه ، د جمهوریت خلق ګوند ۲۵ سلنه ، ملیت پالو غورځنګ ۱۶ سلنه او د حقونو او دیموکراتیک ګوند ۱۳ سلنه رایې ترلاسه کړې.
د همدې امله هیڅ ګوند ونشو کولی چې په ولسي جرګه کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي. په ترکیه کې په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر په پارلمان کې لږ تر لږه ۲۷۶ څوکیو ته اړتیا لیدل کیږي. د عدالت او پرختیا ګوند پدې ټاکنو کې ۲۵۸ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د ټاکنو د ابتدایي پایلو د اعلانیدو نه وروسته د حکومت د څرنګتیا په اړه بحثونه پیل شوي دي. د ټولو سره پوښتنې پیدا شوي چې ایا ایتلافي حکومت به جوړ شي او که د وخت نه د مخه به یو ځل بیا ټولټاکنې ترسره شي.
د عدالت او پراخیتا واکمن ګوند مرستیال محمد علي شاهین ددې پوښتنو په ځواب کې وویل چې د عدالت او پراختیا ګوند د ټاکنو د پایلو د ارزولو او راتلونکې په اړه د پلان په مسلې به د چار شنبې او پنجشنبې په ورځو غونډې وکړي.
محمد علي شاهین د عدالت او پراختیا د ګوند د مشر او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په مشرۍ د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د عدالت او پراختیا ګوند د ملت پریکړې او ارادې ته پوره درناوی لري او راتلونکې اوونۍ کې به د ټاکنو د پایلو او تولو مسلو په اړه هر اړخیزې مشورتي غونډې وشي.
پدې مشورتي غونډو کې به د پارلمان د پخوانیو او اوسنیو غړیو په ګډون د ګونډ د ټولو مشرانو او کشرانو سره مشورې وشي.
شاهین وویل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې په اند ایتلافي حکومت به جوړ شي او که د وخت نه د مخه به ټولټاکنې وشي؟ وویل، پدې اړه څه ویل د وخت نه د مخه خبره ده . په همدې مسلې د خبرو کولو په خاطر مشورتي غونډې کیږي .
د بله پلوه د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د ماښام په ساعتونو کې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره لیدنه وکړي.
ویل کیږي پدې لیدنه کې به لومړی وزیر احمد داوود اوغلو د هیواد د قوانینو له مخې خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړي.
ولسمشر اردوغان به هم د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلانیدو نه وروسته د نوي حکومت د جوړولو دنده لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ته ورکړي.
د بله پلوه لومړی وزیر احمد داوود اوغلو د استعفا نه وروسته هم د راتلونکي حکومت تر جوړیدو به د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه