د ټاكنو پايلو او د نوي حكومت راتلونكې
په تركيه كې د پرونيو پارلماني ټاكنو د لومړنيو پايلو له مخې څلورو ګوندونو پارلمان ته لار موندلې ده.
په تركيه كې به نوى حكومت څوك جوړوي؟
په تركيه كې د پرونيو پارلماني ټاكنو د لومړنيو پايلو له مخې څلورو ګوندونو پارلمان ته لار موندلې ده.
پدې ډول:
د عدالت او پراختيا ګوند ۴۰،۹ سلنه
د جمهوريت د خلكو ګوند ۲۵ سلنه
د ملتپاله غورځنګ ګوند ۱۶.۴
د خلكو ديموكراتيك ګوند ۱۳،۱۱ سلنه
رايې تر لاسه كړي دي.
د پورتنيو رايو په اساس به د عدالت او پراختيا ګوند د پارلمان د ۵۵۰ چوكيو نه ۲۵۸ چوكۍ، د جمهوريت د خلكو ګوند ۱۳۲چوكۍ،د ملتپاله غورځنګ ګوند ۸۰ او د خلكو د ديموكراتيك ۸۰ چوكۍ وګټي.
د تركيې د اساسي قانون له مخې د نوي حكومت د رامنځته كولو په موخه بايد ګوندونو د پارلمان د غړو نه لږ تر لږه د قاطع اكثريت يعنى د ۲۷۶ تنو وكيلانو ملاتړ ترلاسه كړي.
پدې ډول د عدالت او پراختيا ګوند نشي كولاى چې د تېرو دورو په څېر په يواځې ځان حكومت جوړ كړي.
د سياسي شنونكو په اند په تركيه كې به يا ايتلافي حكومت او يا هم د وخت نه دمخه بيا ټاكنې وشي. تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې كوم ګوندونه به په ګډه د نوي حكومت جوړولو ته غاړه كيږدي.
د ټاكنو د عالي كميسيون د معلوماتو په اساس به د ټاكنو وروستۍ پايلې د شكايتونو د اورېدلو نه وروسته په راتلونكو ۱۲ ورځو كې اعلان كړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719216112)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719216112)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله