ولسمشر اردوغان خپله رايه وركړه

په تركيه كې د پارلماني ټاكنو د رايې اچوونې په ورځ ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپلې مېرمن او لور سره په استانبول كې رايه وركړه.

294919
ولسمشر اردوغان خپله رايه وركړه

اردوغان د رايي اچوونې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې د `` الله ج نه غواړم چې دا ټاكنې مو هېواد او ملت ته په خير تمامې شي. د ټاكنو د اوږد او ستړي بهير پاى ته را ورسېدلو. دا لومړى ځل دى چې په تركيه كې پارلماني ټاكنې دومره زيات اهميت لري. دا ټاكنې به په هېواد كې استقرار او متقابل باور ته لا زياته لار پرانيزي.``
ولسمشر اردوغان وويل چې`` په ټاكنو كې د ګډون كچه لوړه ده. دا پخپله په هېواد كې د ديموكراسۍ د پياوړتيا نښه ده. ``
اردوغان په ټول هېواد كې د سولې په فضا كې د رايې اچوونې د بهير د پاى ته رسېدلو هيله څرګنده كړه.


د بله پلوه د هېواد لومړي وزير احمد داوود اوغلو بيا خپله رايه د قونيې په ولايت كې وركړه. داوود اوغلو هم په هېوادوالو غږ وكړ چې د رايې اچوونې په بهير كې ګډون وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه