د ترکیې ۵۵ هوايي دګر نن په فعالیت پیل وکړ

اردوغان : تر ننه پورې پدې سیمه کې په کافي توګه د پانګه اچونې د نه ترسره کیدو یواځنی لامل د ترهګرو شتون او د هغوی فعالیتونه ول.

290105
د ترکیې ۵۵ هوايي دګر نن  په فعالیت پیل وکړ

د ترکیې  ۵۵ م هوايي دګر  نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد  د حکاري ولایت د یوکسیک قوا  په هوايي ډګر  د صلاح الدین ایوبي  نوم  کیښود. ولسمشر اردوغان  د هوايي ډګر د پرانیستو په مراسمو کې  په هیواد کې په ملي یووالي د ټینګار سره وویل چې زموږ لپاره تر ټولو مهم  د یو ملت ، یو بیرغ، یو وطن او یو دولت اساس  اهمیت  لري.

ولسمشر اردوغان  د هوايي دګر د پرانیستو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  په هیواد کې د ملي روغې روغې بهیر د ملت سره یو ځای  د ملت  په خاطر  پیل شوی دی او انشالله چې  په بریالیتوب سره به يي پایته رسوو. ولسمشر اردوغان په هیواد کې په ازادیو په ټینګار سره وویل چې نن ورځ په هیواد کې هر چا ته  د هغه حق  ورکړ شوی دی . د بیلګې په توګه  نن ورځ په ترکیه کې په کوردي د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې  ۲۴ ساعته تلویزیوني کانال شتون لري. د هیواد د دیني چارو ریاست په کوردي ژبه د قرانکریم  لس زره جلده تفسیرونه  چاپ  او په سیمه کې په خلکو ویشلي دي .

ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا په روغې جوړې  د ټینګار سره وویل چې  موږ غواړو چې  دا سیمه  د پانګه اچونې په مرکز بدله کړو. تر ننه پورې  پدې سیمه کې په کافي توګه د پانګه اچونې د نه ترسره کیدو یواځنی لامل  د ترهګرو شتون او د هغوی فعالیتونه ول. که چیرې  د ترهګرۍ دا بلا  د سیمې نه  پاکه  او لرې  شي  انشاالله چې پدې سیمه کې به بې کاري هم  له منځه لاړه شي.

د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو بیا په خپله وینا کې وویل چې  دادې نن  یو ځل بیا د سیمې د خلکو خیال په حقیقت بدل شو. د یوکسک قوا  ولسوالۍ د هوايي ډګر خاونده شوه. لومړي وزیر وویل چې  موږ سیمې ته دا خدمت  د چا د ګواښونو له امله نه بلکې خپل ملت او خپلو خلکو ته د درناوي په خاطر ترسره کوو. زموږ ملت  د هر څه او لا ښه ژوند لیاقت لري. لومړي وزیر وویل چې دا هوایي ډګر یواځې د حکاري د ولایت د خلکو لپاره نه بلکې  د عراق او ایران  د خلکو لپاره هم ځانګړې اهمیت لري. لومړي وزیر وویل موږ غواړو چې  یوکسک قوا ولسوالۍ یواځې د حکاري ولایت نه بلکې د سیمې د ټرانسپورت  په مرکز بدله کړو.

لومړي وزیر وویل چې  د صلاح الدین ایوبي د هوايي دګر چارې په پنځو کلونو کې پایته ورسیدې. دا هوايي ډګر په کال کې د یو میلیونو تنو مساپرو د کوربه توب په ظرفیت  جوړ شوی دی . په هوايي ډګر کې  مدرن ترمینل، تخنیک بلاکونه، د تودوخي او سړې هوا  مرکز، اطفایې ودانۍ، د ماشین الاتو لوی ګراچ ، د امنیتي پرسونل لپاره ځانګړې ودانۍ، د کنټرول ځانګړې ودانۍ  او  د  خدماتو ودانۍ  شتون لري. یاد شوی هوايي ډګر په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال  جوړ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه