ولسمشر اردوغان په اروپا یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې

ولسمشر اردوغان د محمد مرسي د اعدام د حکم په مسله کې په اروپا د نیوکې سره وویل چې تاسې څه ډول ډیموکراټان یاست چې د ډیموکراسي په قتل عام سترګې پټوۍ

282825
ولسمشر اردوغان په اروپا یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ځل د بوسنیا هیرزګوینا نه په اروپا سختې نیوکې وکړې.
د یادولو وړ ده چې اروپا په مصر کې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي د اعدام په سزا د محکومولو په اړه هیڅډول غبرګون ندی ښودلی او چپتیا يي غوره کړې چې ولسمشر اردوغان په اروپا د غبرګون د نه ښودلو له امله سختې نیوکې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې زموږ لپاره د مصر ولسمشر سیسي نه بلکې محمد مرسي دی.
ولسمشر اردوغان د بوسنیا هیرزیګوینا د ولسمشر ملادان ایوانیچ سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې خبري ناسته کې په مصر کې لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د اعدام د سزا اړوند پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان وویل چې موږ په مصر کې د کودتا د پيل نه د کودتاچي رژیم سره مخالفت کړی دی او پرخلاف مو ورته مبارزه کړې ده .
د یو هیواد په توګه چې په ډیموکراسۍ باور لرو د دا ډول کودتاګانو منل زموږ لپاره د بحث وړ خبره هم نده. په هیڅډول د امکان وړ خبره نده.
ولسمشر اردوغان وویل چې د مصر کودتاچي رژیم یواځې محمد مرسي نه بلکې په زرګونو تنه انسانان د اعدام په سزا محکوم کړل.
ولسمشر اردوغان وویل په نړۍواله کچه مو ویلي دي چې په مصر کې د کودتا معمار سیسي زموږ لپاره د منلو وړ ندی او په هیڅډول ورسره لیدنه هم نه کوو. زما په اند د مصر ولسمشر سیسي نه بلکې اوس هم محمد مرسي دی.
په نړۍواله غونډه کې د سیسي سره په یو میز چې ځای راته جوړ شوی وو
کی نه ناستم . که چیرې په راتلونکې کې بیا راته په یو میز ځای جوړ شوي بیا به هم کې نه نم. که چیرې د سیسي سره په میز کینم دا په اصل کې د حق او ډیموکراسۍ او د خپل ځان نه انکار په معنا دی.
ولسمشر اردوغان په اروپا د سختې نیوکې سره غږ وکړ چې تاسې څه ډول ډیموکراټان یاست. ولې غږ نه پورته کوۍ. ناڅرګندې څرګندوې کیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه ځیني ګامونه پورته کړي او په نړۍواله کچه به دا مسله تعقیب کړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه