اردوغان بوسنيا ته ځي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان به نن د بوسنيا هرزګوينا نه يوه ورځنۍ ليدنه ترسره كړه.

281394
اردوغان بوسنيا ته ځي.


ولسمشر رجب طيب اردوغان به نن د بوسنيا هرزګوينا نه يوه ورځنۍ ليدنه ترسره كړه.
ولسمشر اردوغان به په نوموړي هېواد كې د ولسمشرۍ د شورا د ريس او غړو سره د ليدنې نه وروسته د پارلمان د مشرتابه سره هم وګوري.
ولسمشر اردوغان به همداراز د هغه قرارداد د لاسليك په مراسمو كې هم ګډون وكړي چې له مخې يې تركيه بوسنيا ته د ۵۰ ميليونو يورو اوږدمهالي پور چارې پيل كړي. اردوغان به همداراز د كلتوري ميراثونو د ساتنې او پالنې د ادارې لخوا په بوسنيا كې د تاريخي سيمو د بيا رغاونې چارې له نږدې وګوري. ولسمشر به د خونكار تاريخي جامع جومات چې د تيكا لخوا بيا رغوول شوى دى هم پرانيږي.
تركيه د بالكان په سيمه د خپل فعاليت له مخې د بوسنيا هېواد ته ځانګړې پاملرنه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه