ولسمشر اردوغان د ټول هیواد د ځوانانو د استازو سره ولیدل

نن د مې ۱۹ مه نیټه ترکیې په ترکیه کې د اتاترک د درناوي او د ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.

280699
ولسمشر اردوغان د ټول هیواد د ځوانانو د استازو سره ولیدل

نن د مې ۱۹ مه نیټه ترکیې په ترکیه کې د اتاترک د درناوي او د ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
په هیواد کې د مې ۱۹ د اتاترک د درناوي او د ځوانانو او سپورت د ورځې رسمي مراسم د هیواد د ځوانانو او سپورت د وزیر عاکف چغتای کلچ په مشرۍ د هیت لخوا د اتاترک د مزار په زیات کولو رسمآ پیل شول.
وروسته د ځوانانو د لاریون تر نامه لاندې لاریون وشو.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د ملي سپورت مینانو په ګډون د معیوبو، کارګرو د ځوانانو د استازو په ګډون د ځوانانو د هیت سره لیدنه وکړه .
د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو هم د هیواد د ۸۱ ولایت نه راغلو د ځوانانو د استازو سره د چانکایا په ماڼۍ کې لیدنه وکړه .
د هیواد په پلازمینه انقره کې د صحیې په میدان کې د ځوانانو د غونډې تر نامه لاندې یوه ډیره لویه غونډه وشوه .
همداشان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د درناوي او ځوانانو او سپورت د ځانګړې ورځې به ویاړ د اتاترک د مزار یا انت کبیر د قومندانۍ په مشرۍ د ۱۷ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په انت کبیر کې کنسرت اجرا کیږي.
پدې کنسرت کې به د ۶۰۰ تنو نه جوړ یو ډیر لوی ارکستر د مصطفی کمال اتاترک د خوښې ملي نغمې وغږوي او د هغه د خوښې سندرې به ووايي.
د اتاترک مزار انت کبیر نه نن شپه د شپې تر ۱۲ بجو د زیارت کوونکو پر مخ پرانیستی وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه