تركيې د مرسي د اعدام د مخنيوي په موخه هلې ځلې پيل كړې.
د تركيې د ولسمشر وياند ابراهيم كالين څرګنده كړه چې په مصر كې د محمد مرسي د اعدام پرېكړه، ددې هېواد سربېره په ټول منځني ختيځ كې به لوى كړكېچ رامنځته كړي.
د تركيې د ولسمشر وياند ابراهيم كالين څرګنده كړه چې په مصر كې د محمد مرسي د اعدام پرېكړه، ددې هېواد سربېره په ټول منځني ختيځ كې به لوى كړكېچ رامنځته كړي.
كالين څرګنده كړه چې تركيې ددې پرېكړې د عملي كېدو د مخنيوي په موخه په يو لړ ډيپلوماټيكي اقداماتو پيل كړى دى.
كالين څرګنده كړه چې`` د اعدام سزا په اصل كې محمد مرسي ته نه بلكې هغو ميليونونو مصريانو ته وركړل شوې ده چې پخپلو رايو يې مرسي ولسمشر كړ.`` ددې سزا د نه عملي كولو په موخه ډيپلوماټيكې هلې ځلې پيل شوي دي.
د نوموړي په وينا تركي مقاماتو د سعودي عربستان په ګډون د خليج د نورو عربي هېوادونو سره خبرې اترې پيل كړي دي.
د ولسمشر وياند وويل چې `` د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كميسيون په ګډون نورو نړيوالو سازمانونو ته مراجعه كوو. ځكه چې دا موضوع يواځې د يو هېواد پورې اړه نه لري. دا موضوع سيمه ايز او حتى نړيوال اړخونه لري. كه چېرې د اعدام سزا عملي شي نو نه يواځې مصر بلكې منځنى ختيځ به د يو نوي كړكېچ سره مخامخ شي.
د كالين په وينا تركيه په هر ډول شرايطو كې د مصر د مظلوم ولس سره اوږه په اوزه ولاړه ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله