داوود اوغلو: مرسي ته د اعدام د سزا وركوونكى مدرن فرعون دى.

د تركيې په ګډون په ټوله نړۍ كې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام د سزا د وركولو له امله غبرګونونه را پارېدلي دي.

278901
داوود اوغلو: مرسي ته د اعدام د سزا وركوونكى مدرن فرعون دى.


د تركيې په ګډون په ټوله نړۍ كې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام د سزا د وركولو له امله غبرګونونه را پارېدلي دي.
د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان نه وروسته دا دى لومړي وزير احمد داوود اوغلو هم دا پرېكړه په كلكه وغندله.
داوود اوغلو يوې غونډې ته د وينا پرمهال څرګنده كړه چې د كودتاچي رژيم لخوا د ټاكل شوي ولسمشر محاكمه كول او پر اعدام محكومول د مصري ولس په حق كې لوى ظلم دى. داوود اوغلو زياته كړه چې ``هغه كسان چې مرسي ته يې د اعدام سزا وركړې ده مدرن فرعونان دي. دا بايد هېره نشي چې د هر فرعون پر وړاندې تل يو موسى پيدا كيږي.``
لومړي وزير احمد داوود اوغلو هم د اعدام د سزا په اړه د نړيوالې ټولنې چوپتيا حيرانوونكې وبلله. د داوود اوغلو په اند په منځني ختيځ كې د ظالم پر وړاندې د مظلوم د حق نه دفاع د تركيې دنده او مسووليت دى.
سربېره پر دې تېره ورځ ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د مصري چارواكو ددې پرېكړې په اړه د خپل ټويټر له لارې نړۍ ملامته كړله.
ولسمشر اردوغان د خپل رسمي ټويټر د حساب له لارې ټولې نړۍ سره په عربي، انګليسي او تركي ژبو باندې ددې بې عدالتۍ په اړه خپل نظر شريك كړ.
اردوغان څرګنده كړه چې `` په مصر كې د تحرير په ميدان كې د خپلې سياسي ارادې د لاسته راوړلو په موخه د هغو زرګونو كسانو پر خوا ويشتل شوې هره مرمۍ، په حقيقت كې په ټوله نړۍ كې د مشروع سياست پر سينه لګېدلې ده. كه چېرې نن مرسي ته د اعدام سزا وركول كيږي، دا په حقيقت كې د رايو صندوق ته د اعدام د سزا وركول دي. پر اروپايي ټولنې او د نړۍ په هېوادونو غږ كوم: آيا ستاسې په `هېوادونو` كې پر اعدام بنديز نه دى لګول شوى؟ ولې هېڅ نه كوئ؟ ولې چوپه خوله ياست؟``


پيوندونه:

اړوند خبرونه