د سوريې سره د تركيې مرستې دوام لري.

د تركيې سره مياشت د سوريې د لازقيې په ښار كې مېشو كډوالو سره خپلې مرستې چاري ساتي. سرې مياشتې په سيمه كې د تركمني كډوالو سره په تېره يوه مياشت كې لس لارۍ انساني مرستې كړي دي.

279434

د ترسره شوو مرستو په چوكاټ كې څه باندې ۳۰۰۰ كيلوګرامه مكروني، ۲ ټنه سابه، ۳ زره كمپلې، ۲۵ زره جوړې جامې، ۸ ټنه حبوبات، ۵ ټنه وړه، ۱۰۰۰ جوړې بوټان، د ماشومانو خوراكي مواد او ۱۰۰ خيمې شاملې دي.
په سيمه كې په زرګونه كورنۍ د جګړو له وېرې په دښته كې ژوند كوي. د دوبي د موسم د را رسېدو سره سم په دښته كې د تودوخې درجه هم لوړيږي.
د سرې مياشتې چارواكو څرګنده كړه چې د خلكو سره به مرستې دوام ومومي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه