ترکیې د سوریې چورلکه وویشتله

د ترکیې هوايي ځواکونو د سوریې چورلکه چې د ترکیې پوله يي اخلال کړې وه راوغورځوله

277508
ترکیې د سوریې چورلکه وویشتله

ترکیې  د سوریې اړوند  یوه چورلکه چې  د ترکیې  پوله يي اخلال کړې وه  راوغورځوله. 

د هیواد لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو وویل چې  د ترکیې  هوايي‌ ځواکونو لومړی  د سوریې  چورلکې  ته خبرداری  ورکړ او وروسته يي وویشتله. 

د بله پلوه  د هیواد  د ملي‌ دفاع وزیر عصمت یلمز وویل چې  نن  د ماسپخین په ۲ بجو او ۴ دقیقو  د ترکیې  د  جلوه ګوز په سیمه کې  د سوریې اړوند  یوه چورلکه  ۷ میله  ترکیې ته راداخله شوې وه  چې  د هیواد  د اف ۱۶ جنګي‌ چورلکو لخوا  وویشتل شوه. زه  د هیواد  وسله والو ځواکونو  ته مبارکي‌ وایم . د ټولو هغه پیاوړو ځواکونو  سترګې  ښکلوم. 

د هیواد لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو  خبري  رسنیو ته وویل چې ددې پرمختګ نه يی سمدلاسه وروسته  د هیواد د هوايي  ځواکونو د قومندان سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د هوا  د خرابوالي‌ له امله  لومړی  معلومه نوه چې  دا  چورلکه  ده  خو وروسته  بیا  پوه  شوو چې  دا چورلکه وه. 

د سوریې چورلکه ۷ میله  ترکیې ته راداخله شوې وه  چې  د خبرداریو نه وروسته  د هیواد د هوايي ځواکونو لخوا وویشتل شوه. 

لومړي وزیر وویل هر هغه څوک  چې  د ترکیې  پولې  اخلال  کړي  سمدلاسه به ځواب وویني.


پيوندونه:

اړوند خبرونه