د محمد مرسي د اعدام په اړه د اردوغان سخت غبرګون
ولسمشر اردوغان وویل چې په مصر کې د ۵۲ سلنه رایو سره ټاکل شوی لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په اعدام محکومیږي خو لویدیځه نړۍ اوس هم د کودتاچي رژیم او کودتا د معمار سیسي نه ملاتړ کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مصر کې د محکمې لخوا محمد مرسي د اعدام په سزا د محکومولو په اړه غبرګون وښود.
ولسمشر اردوغان وویل چې مصر د هغه پخواني مصر پر لورې روان دی. په مصر کې دې حالاتو ته د پای د ټکي ایښودونکی یواځنی هیواد ترکیه دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې په مصر کې د ۵۲ سلنه رایو سره ټاکل شوی لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په اعدام محکومیږي خو لویدیځه نړۍ اوس هم د کودتاچي رژیم او کودتا د معمار سیسي نه ملاتړ کوي او په مصر کې په نوموړو اعدامونو سترګې پټوي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د سلطان غازي په سیمه کې د یو زیات شمیر ودانیو د ګډو پرانیستو په مراسمو کې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل په مصر کې نن یو ځل بیا ازادي او ډیموکراسي په قتل ورسیده. محکمې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په ګډون ۱۰۶ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په یادونې سره وویل چې محمد مرسي د مصر د خلکو د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د لومړني منتخب ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو. له بده مرغه چې د ۵۲ سلنه رایو سره ټاکل شوی لومړنی منتخب ولسمشر نن د اعدام په سزا محکوم شو. مصر د پخواني مصر پر لورې روان دی. لویدیځه نړۍ اوس هم د کودتاچي رژیم او کودتا د معمار سیسي پر خلاف غږ نه پورته کوي. په مصر کې پدې اعدامونو سترګې پټوي. لویدیځه نړۍ په خپلو هیوادونو کې اعدام له منخه وړي او په نورو هیوادونو کې پرې سترګې پټوي. تاسې وګورۍ د لویدیځۍ نړۍ مشران د سیسي سره په ډول صمیمیت چلند کوي. په هره نړۍ واله غونډه کې یو ځای کیني او عسکونه اخلي.
خو دې ټولو دې ظلمونو او بې عدالیتو ته د پای ټکی ایښودونکی یواځنی هیواد ترکیه دی. د ترک ملت پریکړه ډیره مهمه ده . د جون په ۷ په ټولټاکنو کې د ترک ملت پریکړه او ستاسې رایې ډیرې مهمې دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله