په ترکیه کې د ۶ تنو افغان ماشومانو او یوې ښځې مړي وموندل شول
د ترکیې د وان په ولایت کې د ایران سره په پوله کې د ۶ تنو افغان ماشومانو او یوې ښځې مړي وموندل شول.
د ترکیې د وان په ولایت کې ۷ تنو ناقانونه افغان کډوالو د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ۳۳ تنه افغان کډوالو چې د ناقانونو لارو څخه د ایران سره په پوله کې د ترکیې د وان ولایت ته راغلي ول ۷ تنو يي د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ. د نوموړو ۷ تنو نه ۶ تنه يي ماشومان او یوه ښځه ده.
د وان ولایت د جاندارما قومندانۍ د خبر له مخې ۳۳ تنه افغان کډوال چې د ناقانونو لارو څخه د هیواد د وان ولایت د چالدران ولسوالۍ راغلي وو په د سختې ګلۍ او سړې هوا له امله يي ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ. د پاتو کسانو نه يي ۸ تنه چې یخ وهلي وو سمدلاسه د سیمې روغتونونو ته استول شوي دي. پاتې ۱۸ تنه نور بیا د جاندارما قومندانۍ ته وړل شوي دي.
د جاندارما قومندانۍ ویلي دي چې نوموړي ۳۳ تنه نن د سهار په ۴ بجو د ایران سره په پوله کې د وان ولایت د چالدارن ولسوالۍ د خان ګیدیک په سیمه کې د جاندارما د ځواکونو د ګزمې پرمهال وموندل شول.
ویل کیږي د نوموړو ۳۳ تنو نه ۷ تنو چې ۶ ماشومان او یوه ښځه وه د سړې هوا او یخ وهلو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی .
ویل کیږي د ۸ تنو نورو چې په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. نوموړي ۵ تنه د وان ولایت روغتونونو ته انتقال کړی شوي دي.
د بله پلوه په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د پیښې نه د خبر د ترلاسه کولو نه يي سمدلاسه وروسته سیمې ته یو هیت استولی دی.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې داسې یوه پیښه رامنځته کیږي. ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو دیته ورته پیښې رامنځته شوي دي .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719269327)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719269327)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله