ترکیې د پخواني ولسمشر کنعان ایورن جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په ترکیه کې د ۱۹۸۰ کال د سټپمر د ۱۲ او وروستۍ نظامي کودتا معمار او ۷م ولسمشر کنعان ایورن جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه .

271690
ترکیې د پخواني ولسمشر کنعان ایورن جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په ترکیه کې د ۱۹۸۰ کال د سټپمر د ۱۲ او وروستۍ نظامي کودتا معمار او ۷م ولسمشر کنعان ایورن جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه .
د کنعان ایورن د جنازې لپاره لومړي مراسم د ګلخانې په عسکري روغتون او دویم د هیواد په لوی درستیزوالۍ کې جوړ شوي وو.
د ترکیې د پخوانيو ولسمشرانو نه د کنعان ایورن د جنازې لمونځ په پلازمینه انقره کې د احمد حمدي اکسکی په جامع جومات کې ادا شو.
د ویلو ده چې د ترکیې د پخواني ولسمشر کنعان ایورن د جنازې په مراسمو کې د هیواد د لوی درستیزوال په استازیتوب د مځکنیو ځواکونو قومندان حولوسي اکار او یو شمیر نورو قومندانانو ګډون کړی وو.
همداشان پدې مراسمو کې د ترکیې د حکومت او سیاسي ګوندونو نه چا ګډون نه وو کړی .
په جنازه کې پخوانیو سیاستوال محمد اغر او عصمت سیزګین په څیر یو شمیر څیرو برخه اخیستې وه.
ویل کیږي د کنعان ایورن د جنازې د مراسمو پر مهال ځینو هیوادوالو د نوموړي پر خلاف مظاهره وکړه .
کنعان ایورن په ۱۹۸۰ کال کې د ترکیې د ۱۷ لوی درستیزوال په توګه دنده ترسره کوله چې کودتا وکړه او د هیواد واک او اختیار يي په خپل لاس کې ونیو.
کنعان ایورن د کودتا نه وروسته د هیواد ولسي جرګه او حکومت فسخه کړ او د اردو د قومندانانو نه جوړه شوه شورا يي جوړه کړه .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه