د ترکیې د پخوانیو ولسمشرانو نه کنعان ایورن د ۹۸ کلونو په عمر ومړ

د ترکیې د پخوانی ولسمشرانو نه کنعان ایورن د ۹۸ کلونو په عمر د انقرې د ګلخانې په عسکري‌ روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ

268900
د ترکیې د پخوانیو ولسمشرانو نه کنعان ایورن د ۹۸ کلونو په عمر ومړ

د ترکیې د پخوانیو ولسمشرانو نه  کنعان  ایورن  د ۹۸ کلونو په عمر ومړ. د ویلو ده چې  کنعان ایورن  په ترکیه کې د ۱۹۸۰ کال د سپتمبر د ۱۲ د عسکري‌ کودتا  معمار  وو  چې  د ۲۰۱۴ کال د  جون په ۱۸ مه نیټه  د انقرې د لسمې جزا  محکمې لخوا  د کودتا  له کبله  د ټول عمر لپاره په حپس  محکوم کړل شو. کنعان ایورن  د ترکیې جمهوریت  ۷ ولسمشر وو   چې  د یوې عسکري‌ کودتا نه وروسته  واک  ته  ورسید. 

کنعان ایورن چې  د یوې ډیرې مودې  راهیسې  د انقرې د ګلخانې په عسکري‌ روغتون کې  د درملنې لاندې  قرار درلود  پرون  د غرمې په ساعتونو کې  د ډیر زیات  زړښت له کبله  د بدن داخلی ارګانونو  افلاس وکړ  چې  وروسته  ژوند  د لاسه ورکړ.

کنعان ایورن  څوک  دی ؟

کنعان  ایورن  د ۱۹۱۷ کال د جولای  په ۱۷ نیټه  د ترکیې  د مانیسا ولایت  د اعلی شهر په سیمه کې زیږیدلی وو. کنعان ایورن  د ترکیې جمهوریت ۱۷ م  لوی درستیزوال  وو  چې  په ۱۹۸۰ کال کې  د سټمبر په ۱۲ نیټه  د عسکري‌ کودتا  د ترسره کولو نه وروسته  واک ته ورسید او د ترکیې جمهوریت  د ۷م ولسمشر په توګه  وټاکل شو. 

کنعان ایورن  په اصل کې  د بالکان د سیمې  د راغلې  یوې کډوالې کورنئ  زوی دی. د کنعان ایورن  پلار خیرالله ایورن او مور يي ناجیه  ایورن  نومیږي. کنعان  ایورن  ابتدایه زده کړې  د اعلی شهر په سیمه کې، متوسطه په مانیسا ولایت  او د لیسې  زده کړې  په استانبول کې پایته ورسولې. 

کنعان ایورن  په ۱۹۳۸ کال کې  د حربي‌ ښوونځي  نه  د فارغیدو نه وروسته  د توپچي‌ په برخه کې  په لوړو زده کړو پيل وکړ. کنعان ایورن په ۱۹۴۰ کلونو کې  د توپچي‌ په برخه کې  د حربي پوهنتون  د پایته رسولو نه وروسته  په اردو کې  په دنده پيل وکړ. کنعان ایورن  په ۱۹۴۲ کال کې  لومړي‌ بریدمنئ ته  ترفیع  وکړه  . نوموړي  تر ۱۹۴۶ کاله پورې  د توپچي‌ په برخه کې  په مختلفو برخو کې دنده  ترلاسه کوله  چې په ۱۹۴۶ کال کې  حربي  اکادمئ‌ ته  لار پیدا کړه . نوموړی  په ۱۹۴۹ کال کې  د اکادمئ‌ نه فارغ  شو. کنعان ایورن د اکادمئ‌ نه د فارغیدو نه وروسته  لومړی د لوی درستیزوالئ‌ د تعلیم او تربیې  په امریت کې  او وروسته  بیا  د اردو د حرکاتو د ادارې  د مرستیال  او حربي‌ پوهنتون  د استاد په توګه  په دنده وګمارل شو. 

کنعان ایورن  د ۱۹۵۸ او ۵۹ کلونو ترمنخه  د کوریا د جګړې نه وروسته په کوریا کې د پاتو شو ترکي سرتیرو  د قومندان  په توګه وټاکل وشو.

کنعان  ایورن  په  ۱۹۵۹ کال کې  هیواد ته د راستنیدو نه وروسته  په یو زیات شمیر برخو کې د قومندانئ‌ دندی ترسره کړې. نوموړی  په ۱۹۶۴ کال کې  جنرالئ‌ ته  ترفیع  وکړه  او په ۱۹۶۷ کال کې بیا  تورن  جنرال  شو. کنعان ایورن  په ۱۹۷۰ کال کې ډګرجنرالئ‌ ته ارتفاع وکړه  او په ۱۹۷۴ کال کې  سترجنرال او د هیواد دویم  لوی درستیزوال  په توګه وټاکل شو. کنعان ایورن د ۱۹۷۶ او ۷۷ کلونو ترمنځه  د ترکیې  د ایژې  د ځواکونو د عمومي‌ قومندان په توګه وټاکل شو. 

کنعان  ایورن د ۱۹۷۷ کال  د سپټمبر په ۵ نیټه  د هیواد  د پلو ځواکونو د عمومي‌ قومندان  په توګه وټاکل شو. همداشان  کنعان ایورن  د ۱۹۷۸ کال د مارچ  په ۶ نیټه  بیا  د هیواد  د ۱۷ لوی درستیزوال  په توګه په دنده وګمارل شو. 

کنعان ایورن  د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه  د هیواد د وسله والو ځواکونو د ټولو قوتونو د قومندانانو سره په ګډه د خبردارئ‌ یو لیک لاسلیک  او د وخت ولسمشر فخري کوروترک  ته يي واستوه. پدې  لیک کې  د هیواد  دوو لویو ګوندونو ته د ستونزو د حل په خاطر خبرداری  ورکړی  شوی وو. د ترکیې  د وخت ولسمشر فخري  کوروترک  د عسکرو په وړاندیز  دا  لیک  حکومت او دوو لویو ګوندونو ته  واستوه. 

کنعان  ایورن  د ۱۹۸۰ کال  د سټمبر په ۱۲ نیټه  عسکري‌ کودتا وکړه  او د هیواد  واک او اختیار يي په خپل  لاس کې  ونیو. 

کنعان ایورن  د عسکري‌ کودتا سره په هیواد کې  ولسي‌ جرګه  او حکومت  فسخه کړ  او  بیړنی  حالت  يی  اعلان  کړ. کنعان  ایورن  د سپتمبر په ۲۰ نیټه  د سمندري‌ ځواکونو پخواني‌ قومندان  متقاعد  بحري‌ جنرال بولنت  اولوسوی  ته  د حکومت  جوړولو دنده  وسپارله . 

کنعان ایورن  د ۱۹۸۲ کال د نوامبر په نیټه  د عسکري‌ حاکمیت تر سیوري‌ لاندې  د ټولپوښتنې  په ترسره کولو سره  نوی اساسي‌ قانون جوړ کړ. کنعان ایورن  د نوموړې  ټولپوښتنی  نه وروسته  د ترکیې  د ۷ م ولسمشر په توګه  په دنده  پیل وکړ. همداشان نوموړي‌ د ولسمشر د دندې سره  د لوی درستیزوالئ‌ او د ملي‌ امنیت د شورا د مشرئ  دنده هم په غاړه واخیسته. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه