د مور د ورځ په اړه د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام !
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د مور د ورځې په ویاړ د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د مور د ورځې په ویاړ د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان د مور د ورځې په ویاړ په خپور کړي د مبارکۍ په پیغام کې ویلي دي چې میندې د فداکارۍ او محبت، د مرحمت او شفقت نمونه د مثال دي. میندۍ زموږ د سرونو تاج او تر ټولو قیمتي شتمني دي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده چې مور د کورنۍ د جوړولو او د روغتیا او په سالمه فضا کې د ماشومانو په لویولو او رسولو کې تر ټولو مهم رول په غاړه لري. د مور غیږ تل د اولادونو لپاره تر ټولو ښه پناګاه او د قوت او طاقت سرچینه ده .
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې موږ د یو داسې دین لارویان یو چې وايي جنت د مور تر خپو لاندې دې. د میندو د خوښیو، د هغوي خولې د خندا او تبسم نه د ډکولو او د هغوې د ژوند د کچې د ښه کولو په خاطر به په راتلونکې کې په په کلکۍ ارادې سره هلو ځلو او خدمت ته دوام ورکړو.
یو ځل بیا ټولو میندو ته د مور د ورځ له امله مبارکي وایم.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719146809)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719146809)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله