ترکیه به تر ۲۰۲۳ کاله د دفاعي صنایعو په برخه کې خود كفا شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ترکیه چې د هرې ورځې په تیریدو سره د استقرار او اعتماد په ټاپو بدلیږي او په چټکۍ سره پرمختګ کوي د سیمې لپاره د د هیلو په سرچینې بدله شوې ده .

262605
ترکیه به تر ۲۰۲۳ کاله د دفاعي صنایعو په برخه کې خود كفا شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ترکیه چې د هرې ورځې په تیریدو سره د استقرار او اعتماد په ټاپو بدلیږي او په چټکۍ سره پرمختګ کوي د سیمې لپاره د د هیلو په سرچینې بدله شوې ده .
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د IDEF ۲۰۱۵ کال د دفاعي صنایعو د ۱۲ نړۍوال نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په سیمه کې د مظلومینو د حق نه دفاع او د هغوې سره مرستو ته دوام ورکوي. ترکیه نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو د زیاتو مرسته کوونکو هیوادونو په سر کې قرار لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل د ورځې راهیسې ترکیه د شاوخوا دوه میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي. ترکیې پدې کډوالو ۵ عشاریه ۶ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي.
ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې ترکیې د خلاصو دروازو سیاست په مخکې نیولی دی خو له بده مرغه چې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د خپلو سرحدي دروازه سربیره د خپلو زړونو درواړو ته هم ډیر لوی لوی قلفونه اچولي دي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل که چیرې په شاوخوا کې مو اور بل وي نو ددې اور پڅرکي خامخا تاسو ته هم رارسیږي. د هر څه نه مخکې باید ددې اور د مړولو لارې او چارې ولټول شي.
ولسمشر اردوغان وویل ترکیه نن ورځ خپل علم، معلومات او تجارب د خپلو دوستانو ته ویشي. د هغوې په خدمات کې ورکوي.
ولسمشر اردوغان په مدیترانه کې د کډوالو وروستۍ فاجعې ته په اشارې سره وویل چې یو زیات شمیر هیوادونو پدې فاجعې سترګې پټې کړې. په مدیترانه کې په سلګونو تنه بې ګناه او مظلوم کډوال د سمندر د کبانو خواړه شول. اردوغان په اروپايي ټولنې د نیوکې سره په ټولنې غږ وکړ چې هر څه ژر د کډوالو ستونزې ته د حل یوه مناسبه لار پيدا کړي.
ولسمشر اردوغان وویل دادی نن ورځ یو ځل بیا د ترکیې د افتخاراتو مراسم پرانیزو. ولسمشر اردوغان وویل چې زموږ اصلي هدف تر ۲۰۲۳ کاله د دفاعي صنایعو په برخه کې خپل ټول ضرویات پخپله تولیدول دي. د بهر نړۍ نه خپلواکۍ ترلاسه کول دي.
د یادولو وړ ده چې د دفاعي صنایعو پدې نندارتون کې د ترکیې د د دفاعي صنایعو مهم شرکتونو خپل نوي تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
دا نندارتون چې به د مې د میاشتې تر ۸ نیټې دوام کوي په سیمه کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې پنځم لوی د دفاعي صنایعو نندارتون بلل کیږي.
د ترکیې د بي ام سي شرکت پدې نندارتون کې ۶ زریهداره ګاډي نندارې ته وړاندې کړي دي. د نوموړو شپږو زریهدارو ګاډو نه یو يي هم د ( وران ) یا ویشتونکي په نامه دی چې ضد د ماینونو دی. دا موټر د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا معرفي شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه