ترکیې هیواد ته د نقدو پیسو راداخلول ازاد کړل
ترکیې هیواد ته د نقدو پیسو د راداخلیدو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوړل.
![ترکیې هیواد ته د نقدو پیسو راداخلول ازاد کړل](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/9533959386nakitpara.jpg?time=1719120377)
ترکیې هیواد ته د نقدو پیسو د راداخلیدو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوړل. ددینه وروسته هر سړی د خپلې خوښې په اندزه نقدې پیسې ترکیې ته راداخلولی شي.
د ترکیې په ګمرګاتو کې د نقدو پیسو د راداخلیدو په مخکې پراته ټول خنډونه لرې کړی شول.
د ترکیې د ګمرکاتو او سوداګرۍ وزارت هیواد ته د نقدو پیسو د مخې د راخلاصولو په خاطر یو ډیر مهم ګام پورته کړ. ددینه وروسته به د ترکیې په ګمرګاتو کې د نقدو پیسو په اړه د چا نه تحقیقات نه کیږي.
یواځې په شفاهي بیان سره ترکیې ته د نقدو پیسو راداخلو د امکان وړ دي. د هیواد د ګمرکاتو او سوداګرۍ د وزارت د پریکړې له مخې که چیرې د نقدو پیسو د راداخلو په خاطر شفاهي بیان د قناعت وړ نوي د مالي جرایمو پر وړاندې د مبارزې ادارې پوښتنې باید ځواب شي.
د هیواد د ګمرکاتو او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې ددینه وروسته ترکیې ته د نقدو پیسو د راداخلول ازاد دي.
ددینه وړاندې په ګمرکاتو کې به د مسافرینو نه د ټاکل شوې اندازې نه د زیاتو نقدو پيسو په اړه پوښتنې او تحقیقات کیدل چې دا پوښتنې او تحقیقات له منځه لاړل.
د ترکیې د ګمرکاتو او سوداګرۍ لخوا ټولو ګمرکاتو ته په استول شوي رسمي مکتوب کې ویل شوي دي چې ددینه وروسته په ګمرکاتو کې د مسافرینو نه باید د نقو پیسو د راداخلو پر مهال هیڅډول پوښتنې ونشي.
د شک او شپهې په صورت کې باید د مالي جرایمو د څیړونو ادارې ته خبر ورکړ شي. د شک او شپهې پر مهال د نقدو پيسو راداخلونکی مجبور دی چې د پيسو د منبع او مقدار په اړه د ګمرکاتو مامورینو ته معلومات ورکړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719120377)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719120377)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله