د مې د لومړۍ نیټه د کارګر د ورځې په اړه د ولسمشر د مبارکۍ پیغام

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې لومړۍ نيټه د کارګر او زیارکښو د نړۍوالې ورځې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ

257884
د مې د لومړۍ نیټه د کارګر د ورځې په اړه د ولسمشر د مبارکۍ پیغام

د مې لومړي نیټه د کارګر او زیارکښو د نړۍوالې ورځې په ویاړ د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مبارکۍ پیغام .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې لومړۍ نیټه د کارګر او زیارکښو د نړۍوالې ورځې په ویاړ خپور کړی د مبارکۍ پیغام کې ویلي دي چې د مې لومړنۍ نيټه د کارګر او زیارکښو ورځ د سولې، ثبات، ارامۍ ، د هر ډول پارونکو اعمالو نه لرې د ورورلۍ او جشن په فضا کې د لمانځلو هیله کوم.
د مې لومړۍ نیټه د کارګر او زیارکښو د نړۍوالې ورځې له امله خپلو ټولو کارګرو او زیارکښو ورونو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، ټولو هیوادوالو ته ددې ورځې له امله مبارکي وایم. د نړۍ ټولو کارګرو او زیارکښو ته مبارکي وایم خپل سلامونه وړاندې کوم.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د مې لومړۍ نیټه د زیار او همغږۍ ورځ ده . نن ورځ د ترکیې په پرمختګ او استقرار کې کارګر او زیارکښ ورورنه ځانګړې رول او مسولیت په اړه لري.
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي چې د کارګر او زیارکښو د کار د شرایطو د ښو کولو او د حقونو نه دفاع زموږ د دولت په اولویتونو کې قرار لري. د مې لومړۍ نیټه په ټوله نړۍ کې د کارګر او زیارکښو د اتفاق او اتحاد او بې عدالیتو پر وړاندې د مبارزې د ورځې په توګه لمانځنې کیږي. دا ورځ د کارګرانو لپاره د خپل کار د شرایطو په اړه د نظر د بیان او د حل لارو لپاره يي د مبارزې تر ټولو ښه ورځ ده .
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ترکیې دولت د کارګرانو، صنفي اتحادیو، ملکي ټولنو او سازمانونو سره په ګډه د هیواد د روښانه راتلونکي په خاطر کار کوي.
کارګران چې د هیواد په ودې او پرمختګ کې ځانګړې رول لري ټول هیواد ددوی د احسانونو مدیون دی او خلک ترینه پوره ملاتړ کوي.
زه پوره باور لرم چې د هیواد کارګران د مې په لومړۍ نيټه پرته ددینه چې پارونکو اعمالو ته مخه وکړي د وسولې، ثبات، ورورولۍ او همغږۍ په فضا کې ددې ورځې نه لمانځنې کوي.
یو ځل بیا د هیواد او نړۍ د ټولو کارګرانو او زیارکښو ورورنو د ورځې له امله مبارکي وایم او ددوی د لا بریالیتوب په هیله یم.


پيوندونه:

اړوند خبرونه