ولسمشر اردوغان كويټ ته رسمي سفر وكړ.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د كويټ د چارواكو سره د رسمي ليدنو په موخه نوموړي هېواد ته لاړ.

253256
ولسمشر اردوغان كويټ ته رسمي سفر وكړ.

ولسمشر اردوغان كويټ ته رسمي سفر وكړ.

اردوغان ته د كويټ د امير شيخ صباح الاحمد الجابر الصباح د رسمي مراسمو په ترڅ كې ښه راغلاست وويل شو.
ټاكل شوې ده چې اردوغان به نن د كويټي پانګه والو او سوداګرو سره ليدنه وكړي.
اردوغان به د كويټي چارواكو سره د دوه اړخيزو اړيكو سربېره د يو لړ اړوندو سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې اترې وكړي. د دواړو هېوادونو د خبرو اترو د اجندا په سر كې په يمن او سوريه كې روان حالات ځاى لري. تمه كيږي چې په سيمه كې د روانو چارو په برخه كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ همكاري زياته شي.
ټاكل شوې ده چې د تركيې – كوېټ ترمېنځ د ودانيز سكتور او دفاعي صنايعو په برخه كې د متقابلو همكاريو د زياتولو په موخه پروتوكولونه هم لاسليك شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه