سلیمېی تاریخي جومات ته د په لوڅو خپو په ننوتو بنندیز ولګول شو

د ترکیې د سلیمیه په تاریخي جومات کې د خلکو د روغتیا او نظافت په خاطر په لوڅو خپو په ننوتو بندیز ولګول شو

253529
سلیمېی تاریخي جومات ته د په لوڅو خپو په ننوتو بنندیز ولګول شو

د ترکیې تر ټولو په مهم تاریخي جامع جومات سلیمیه کې د لمونځ کوونکو د روغتیا په خاطر په لوڅو خپو جومات  ته   په  ننوتو   بندیز ولګید.
ددې پریکړې سره سم په نوموړي جومات کې په هغه لمونځ کوونکو چې جرابې ونلري په وړیا توګه جرابې ویشل کیږي.
د ترکیې د ایدرنې ولایت مفتي د ښار د خلکو د روغتیا او د جومات د نظافت په خاطر یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه. مفتي په سلیمیه جومات کې چې د تاریخي پلوه د ترکیې او اسلامي نړۍ تر ټولو د مهم اثر بلل کیږي په لوڅو خپو په لمونځ کولو بندیز ولګو. د یاد شوي ښار د دیني چارو ریاست په هغه کسانو چې د سلیمیه جومات نه لیدنه کوي او یا پکې لمونځ کوي د جرابو د نه لرو په صورت کې به ورته په وړیا توګه جرابې ورکړي.
د بله پلوه د یاد شوي ښار خلکو هم ددې پریکړې نه تود هر کلی کړی دی او دا پریکړه يي پرځای بللې ده .
په سلیمیه جومات کې په لوڅو خپو په ګرځیدو بندیز ولګول شو . 


د سلیمیه د جامع جومات خطیب خافظ تامر الات ویلي دي چې د ایدرنې ولایت د دیني چارو ریاست د هیوادوالو روغتیا په نظر کې نیولو له امله په جومات کې په لوڅو خپو په ګرځیدو بندیز لګولی دی . ددینه وروسته به هیچا ته لوڅو خپو سره جومات ته د ننوتو اجازه ورنکړی شي. نوموړي وویل چې د اسلام مبارک د پاکۍ او نظافت دین دی. د اسلام ستر پیغمبر نظافت د ایمان یوه برخه بللې ده چې د همدې امله موږ باید نظافت ته ډیره پاملرنه وکړو.
نوموړي زیاته کړه د سلیمیه جومات ته هره ورځ په زرګونو تنه راځي او د جومات نه لیدنه کوي. د لمونځ کوونکو سربیره په زرګونو تنه ګرځندویان هم ددې جومات نه لیدنه کوي. خلکو د روغتیا او د جومات د نظافت په خاطر داسې یوه پریکړه وشوه.
نوموړي وویل چې همداشان هغه لمونځ کوونکو او ګرځندویانو ته چې جرابې په خپو ونلري په وړیا توګه جرابې ویشل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د سلیمیه تاریخي جومات ۲۴ ساعته د لمونځ کوونکو او ګرځندویانو پر مخ پرانیستی دی. همداشان پدې جومات کې ښځو لمونځ کوونکو او ګرځندویانو ته پړوني او حجابونه هم ورکول کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه