د چناک کلا د لوی بري سلمه کلیزه نن لمانځل کیږي
د ترکیې د چناک کلا د لوی بري د سلمې کلیزې مراسم د نړۍ د ۸۱ هیوادونو نه د ولسمشرانو، ملي شورا ریسانو، لومړي وزیرانو او وزیرانو په ګډون په چناک کلا ولایت کې جوړیږي.
د ترکیې د چناک کلا د لوی بري د سلمې کلیزې مراسم د نړۍ د ۸۱ هیوادونو نه د ولسمشرانو، ملي شورا ریسانو، لومړي وزیرانو او وزیرانو په ګډون په چناک کلا ولایت کې جوړیږي.
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې به د ۲۱ هیوادونو ولسمشران، د ۷۰ هیوادونو نه د ملي شورا ریسان، لومړي وزیران او وزیرانو په کچه جګپوړي میلمانه ګډون وکړي.
مراسم د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب په چناک کلا کې جوړیږي.
ولسمشر اردوغان به د میلمنو سره لومړی د ضابط یحیي د شهیدانو په هدیره کې د غرمې د میلمستیا په ترڅ کې لیدنه وکړي.
وروسته به د صدرالبحیر په جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړي.
د جمعې د لمانځه نه وروسته د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان او د انګلستان شهزاده چارلیس د چنه قلعه د شهیدانو مزار ته د ګلانو ګیډۍ کیږي.
پدې مراسمو کې به د ترکیې استازیتوب ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایتلافي دولتونو په استازیتوب د انګلستان شهزاده چارلیس ویناګانې وکړي.
پدې مراسمو کې به د ترکیې او ګډون کوونکو ټولو هیوادونو بیرغونه لوړ کړی شي.
ولسمشر اردوغان به د چناک کلا د لوی بري د سلمې کلیزې په مراسمو کې او د سولې په نړۍواله سرمشریزه کې د ګډون کوونکو میلمنو په ویاړ د اتاترک په کښتۍ کې د ماښام میلمستیا جوړه کړي.
د ویلو ده چې د چناک کلا د جګړې د لوی بري د سلمې کلیزې په مراسمو کې د انګلستان د شهزاده چارلیس نه سربیره د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د عراق ولسمشر فواد معصوم، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني ، د افغانستان د ولسمشر لومړي وزیر مرستیال عبدالرشید دوستم او د سوریې د ملي ایتلاف ریس خالد خوجه په ګډون د نړۍ د ۸۱ هیوادونو نه جګپوړو چارواکیو ګډون کړی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718915651)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718915651)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله