د اپريل ۲۳مه د ملي حاكميت او ماشوم ورځ

نن د اپرېل ۲۳مه په تركيه كې د ملي حاكميت او ماشوم ورځ ده. له ننه پوره ۹۵ كاله وړاندې د ۱۹۲۰م ميلادي كال د اپرېل د مياشتې قپه ۲۳مه نېټه د تركيې ملي شورا تاسيس شوه.

246897
د اپريل ۲۳مه د ملي حاكميت او ماشوم ورځ

نن د اپرېل ۲۳مه په تركيه كې د ملي حاكميت او ماشوم ورځ ده. له ننه پوره ۹۵ كاله وړاندې د ۱۹۲۰م ميلادي كال د اپرېل د مياشتې قپه ۲۳مه نېټه د تركيې ملي شورا تاسيس شوه. دا ورځ وروسته د اتاترك لخوا د هېواد ماشومانو ته ډالۍ شوه. وروسته بيا د تركيې د ماشومانو په ګډون د ټولې نړۍ د ماشومانو په استازيتوب په هېواد كې لمانځل كيږي. دا ورځ د تركيې لپاره د خپلواكۍ د اعلان او د ملي حاكميت د تسلميت ورځ بلل كيږي.
ګيش
په ۱۹۲۰ كال كې د عثماني امپراتورۍ چارواكو د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ كې د ماتې خوړولو نه وروسته د خپل بل متفق جرمني سره د غالبو هېوادونو سره يو ځاى شول. هغه مهال په اروپا كې د موندرو د اوربند د تړون او بيا وروسته د سېورېس د تړون په اساس د تركيې خاوره د انګلستان، فرانسې، ايټاليا او نورو هېوادونو په ګډون د غالبو ځواكونو ترمېنځ وويشل شوه. غالبو هېوادونو د پلازمېنې استانبول په ګډون يو زيات شمېر ښارونه ونيول. د يونان د هېواد اوردو د ايزمير ښار ونيولو چې ددې سره په ټول هېواد كې د خلكو وطني جذبه را وپارېدله. د عثماني امپراتورۍ وروستى پادشاه وحدالدين چې په استانبول كې د بهرنيو ځواكونو د شتوالي له امله نا راحته وو. د نهمې قول اوردو قوماندان چې د چناك كلا په جګړه كې يې د ځانګړې سرښندنې سره شهرت درلود د تركيې د اناتوليا سيمې ته ولېږلو تر څو د بهرنيو پر وړاندې د خپلواكۍ جګړه پيل كړي. مصطفى كمال د ۱۹۹۱ كال د مې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د تركيې په شمال كې د سامسون ولايت ته ورسېد. له دې ځايه يې د خپلواكۍ جګړه پيل كړه. مصطفى كمال په ختيځه اناتوليا كې د سيواس او ارضروم په ولايتونو كې د سيمه ايزو مشرانو او دولتي چارواكو په ګډون غونډې وكړې. ددې غونډو د پرېكړو په اساس د خپلواكۍ د جګړې د لارې نقشه وكښل شوه. ددې مهمو پرېكړو نه يوه يې هم په انقره كې د ملي شورا د تاسيس پرېكړه وه. پدې ډول يو كال وروسته د ۱۹۲۰ كال د اپرېل د مياشتې په ۲۳مه نېټه په انقره كې ملي شورا تاسيس شوه او د عثماني امپراتورۍ د هر ګوډ نه ورته استازي وټاكل شول. د ملي شورا د لومړۍ دورې اتلو وكيلانو د يوې پرېكړې له مخې د خپلواكۍ د جګړې د ترسره كولو په موخه د ملي حاكميت د ترلاسه كولو اعلان وكړ. د اورودو يو شمېر ځواكونو هم د ملي شورا د پرېكړې نه ملاتړ وكړ او پدې ډول په منظم ډول د خپلواكۍ جګړه پيل شوه. د ۱۹۲۲ كال د آګست د مياشتې په ۳۰ نېټه د تركيې ځواكونو د يرغلګرو پر وړاندې خپل وروستى برى هم ترلاسه كړ. پدې ډول د تركيې د جمهوريت د جوړېدو په موخه په اروپا كې د يرغلګرو ځواكونو سره د لوزان تړون لاسليك شو.

د ۱۹۲۴م ميلادي كال د اپرېل د مياشتې په ۲۳مه نېټه د ملي شورا د يوې غونډې په پايله كې پرېكړه وشوه چې دا ورځ به د ملي حاكميت د ورځې په توګه لمانځل كيږي او په ټول هېواد كې به عمومي رخصتي وي. پينځه كال وروسته د ۱۹۲۹ كال د اپرېل په ۲۳مه نېته دا ورځ د اتاترك او ملي شورا لخوا ماشومانو ته ډالۍ شوه. د همدې نېټې نه وروسته تر ننه پورې د اپرېل ۲۳مه د ملي حاكميت او ماشوم د ورځې په توګه په ټوله تركيه كې لمانځل كيږي.

د ملګرو ملتونو د كلتوري ميراثونو د ساتنې د ادارې يونسكو لخوا ۱۹۷۹ كال د ماشومانو د كال په نامه ونومول شو. ددې سره جوخت د تركيې د راډيو ټلوېزيون ادارې ټي آر ټي هم د ماشومانو د نړيوال فيستيوال لومړى پړاو ولمانځلو. پدې ډول د اپرېل۲۳مه نېټه چې يواځې د تركيې د ماشومانو لخوا د اختر په توګه لمانځل كېده، نړيواله بڼه غوره كړه او د نړۍ د نورو هېوادونو ماشومان هم پدې خوشالۍ كې شريك شول. اوسمهال دا ورځ هر كال د نړۍ د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ماشومانو په ګډون لمانځل كيږي. هر كال د اپرېل په ۲۳مه نېټه د نړۍ ماشومان د خپلو ښوونكو سره تركيې ته راځي او د خپلو تركي همزولو سره يوه اونۍ وخت تېروي.
دا فيستوال د تركيې د پلازمېنې انقرې په ګډون د استانبول، ايزمير او نورو ښارونو كې لمانځل كيږي. سږ كال دا فيستيوال په انتاليا كې جوړ شوى دى.
پدې فيستيوال كې له افغانستانه هم ۷ تنو ماشومانو ګډون كړى دى.

ټولو ته د ملي حاكميت او ماشوم د ورځې له امله مباركي وايو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه