ترکیې د محمد مرسي اړوند د محکمې د پریکړې په غبرګون وښود

ترکیې د مصر لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په اړه د محکمې د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

245374
ترکیې د محمد مرسي اړوند د محکمې د پریکړې په غبرګون وښود

ترکیې د مصر لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په اړه د محکمې د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د مصر د پخواني منتخب ولسمشر محمد مرسي په ګډون د مظنونیو په اړه د محکمې د اندیښنې وړ ده .
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په مصر کې د لومړي ځل لپاره د ډیموکراتیکو ټولټاکنو په پایله کې ټاکل شوی منتخب ولسمشر محمد مرسي چې په ۲۰۱۳ کال کې د یوې عسکري مداخلې په پایله کې په زور سره له واکه لرې شو تیره ورځ د محکمې لخوا په شلو کلونو حپس محکوم کړی شو چې دا محکمې دا پریکړه د اندیښنې وړ ده .
په مصر کې د عسکري مداخلې نه وروسته د یوې ځانګړې برخې په اړه د ټولو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې د خپلې خوښې په محاکمو پیل شوی دی چې تیره ورځ د پخواني ولسمشر محمد مرسي په اړه د محکمې پریکړه ددې ټولو ښکارندويي کوي. دا ډول پریکړې په مصر کې د ډیموکراسۍ د راتلونکي په اړه اندیښنې لاپسې ډیروي.
د ترکیې په توګه د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي په اړه د محکمې د پریکړې په اړه اندیښمن یو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه