په ترکیه کې د نړۍ ۸۰ هیوادونو په ګډون سرمشریزه جوړیږي
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اپریل په ۲۴ نیټه د چنه قلعه د لوی بري د سلمې کلیزې د لمانځونو په چوکاټ کې جوړیدونکې سرمشریزه به د نړۍوالې سولې په اړه جوړه شي.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اپریل په ۲۴ نیټه د چنه قلعه د لوی بري د سلمې کلیزې د لمانځونو په چوکاټ کې جوړیدونکې سرمشریزه به د ارمنستان په اړه نه بلکې د نړۍوالې سولې په اړه جوړه شي.
ولسمشر اردوغان د عراق د ولسمشر سره چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د لیدنې نه وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان پدې خبري ناسته کې د اپریل د ۲۴ نیټه د ارامنه د نسل وژنې د ادعاګانو اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ستاسې په اند اوباما به د اپریل د ۲۴ په اړه په خپله وینا کې د عام وژنې کلمه وکاروي او که نه ؟ وویل ! زه د اوباما نه د داسې یو شي تمه نه کوم. نه غواړم چې د اوباما نه د داسې یوې کلمې کارول واورم.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د امریکا لپاره یو ځانګړې ځای لري او ددې پیښې او ادعاګانو په اړه هم د امریکا موقف معلوم دی.
ولسمشر اردوغان وویل دم ګړۍ یو شمیر هیوادونه د ارامنه ادعاګانو په اړه په خپلو ولسي جرګو کې پریکړې کوي چې تل موږ دا پریکړو غندلې او غندو يي. دا مسله په اصل کې د ارامنه د ادعاګانو سره کوم تړاو هم نلري .
تاسې وګورۍ د اروپا پارلمان ته . هغوې وس وايي چې راشۍ او ارشیفونه پرانیزي.
حال داچې موږ ۱۲ کاله د مخه دا وړاندیز کړی دی .
ولسمشر اردوغان وویل دادې د اپریل ۲۴ نیټه راورسیده . ارمنستان به یو ځل بیا پدې اړه ادعاګانې کوي او د ترکیې په اړه به خبرې کوي. کیدای شي چې سپکاوی وکړي. خو موږ د اپریل په ۲۴ نيټه د چنه قلعه په اړه نړۍواله سرمشریزه جوړه وو .
دا سرمشریزه به یواځې د نړۍوالې سولې په اړه وي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718912773)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718912773)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله