د لومړي وزير مرستيال: زموږ تاريخ سپېڅلى دى.

د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بولنت ارنچ د ۱۹۱۵ كال د پېښو په اړه وويل چې `` موږ فكر نه كوو چې زموږ په تاريخ كې دې داسې توره پاڼه موجوده وي.``

243730

ارنچ پرون د وزيرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې تركيې هيڅكله هم نسل وژنه نه ده كړې.
ارنچ وويل ``هغو كسانو چې په نړۍ كې نسل وژنه كړې ده معلوم دي. اسناد يې هم شته دى. په نړيوالو جزايي محاكمو كې محاكمه شوي دي. موږ پخپل تاريخ باور لرو او ټولې نړۍ ته پدې اړه قناعت وركوو. ددې تر شا به همداسې ولاړ اوسو.``
په ۱۹۱۵ كال كې د لومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال د عثماني امپراتورۍ په وروستيو كلونو كې يو شمېر خواشينوونكې پېښې رامنځته شوې چې په تركيه كې مېشت ارمنيان ترې ډېر اغېزمن شول.

پيوندونه:

اړوند خبرونه