د افغانانو په ګډون ۳۱ كډوال د ډوبېدو نه وژغورل شول.

د تركيې په سويل لوېديځ كې د موغلا ولايت د بودرو په سواحلو كې د ناقانونه كډوالو يوه كيښتۍ چې غوښتل يې د يونان د هېواد ټاپوزمو ته ځانونه ورسوي ډوبه شوه.

241460

د تركيې د ساحلي امنيت د ځواكونو د وياند د څرګندونو په اساس په كيښتۍ كې د افغانستان، ايران او سوريې د هېوادونو ۳۱ تنه هېوداول سپاره ول چې ټول وژغورل شول. د ژغورنې د عملياتو پرمهال يو كوچنى ماشوم او ۵ ښځې هم ژغورل شوي دي. ټول ژغورل شوي كډوال په سيمه كې روغتون ته لېږدول شوي دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
ناقانونه كډوال به وروسته د تركيې د امنيتي ځواكونو لخوا بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه