اردوغان :۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د اروپا د پارلمان پریکړه وغندله

د اروپا د پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د ارامنه ادعاګانو منل د ترکیې لپاره هیڅډول حکم نلري.

238792
اردوغان :۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د اروپا د پارلمان پریکړه وغندله

د اروپا د پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو  د پیښو اړوند د ارامنه  ادعاګانو  منل  د ترکیې   لپاره  هیڅډول  حکم   نلري. 

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اروپا د پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د ارامنه ادعاګانو د منلو په اړه  ارزونې  وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې  د اروپا د پارلمان دا پریکړه  زموږ لپاره هیځډول کوم حکم  نلري.

ولسمشر اردوغان  چې  د رسمي  سفر په ترڅ کې  قزاقستان ته سفر کړی دی د ترکیې او قزاقستان ترمنځه په عالي‌ کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په غونډه کې  د اروپا د پارلمان  د پریکړې په اړه ارزونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل هر چا چې دا پریکړه لاسلیک کړي وي د هر څه نه مخکې  د تاریخ سره زیاتی کړی دی .

ولسمشر زیاته کړه چې  هغه  کسان  چې  هڅه کوي‌  چې  تش په نامه  عام وژنه په ترکیې  وتپي‌ او قبوله کړي   پداسې  حال چې  ترسره شوی  نده   عبس  هلې ځلې کوي. پدې اړه د پارلمانونو لخوا  ترسره کیدونکي پریکړه  زموږ  لپاره هیڅډول حکم  نلري. 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه  چې  ترکیه د ارمنستان خلکو سره کومه  ستونزه  نلري. تاسې  باور وکړئ  چې  په هغه  وخت کې  په ترکانو  د ارمنیانو  په پرتله  لا زیات  ظلمونه  شوي دي.

د بله پلوه  نن  د هیواد ملي‌ شورا  د اروپا د پارلمان  د پریکړې په اړه  سخت  غبرګون وښود.  د هیواد  ملي شورا  نن د مسلې په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي  دي‌ چې  د اروپا د پارلمان  دا  یو پلوې  پریکړه  په کلکه توګه  غندو.

د هیواد ملي‌ شورا  د ماښام په ساعتونو  کې  یوه ګډه اعلامیه  خپره کړه. پدې  اعلامیه کې  چې  د ملي‌ شورا  د ریس  او په ملي‌ شورا کې  د دریو ګوندونو د مشرانو  په ګډ  لاسلیک خپره  شوې  پکې  ویل  شوي‌  دي‌ چې  د اروپا د پارلمان  دا یو پلوې  پریکړه  غندو. د اروپا  د پارلمان  دا  پریکړه  په هیڅډول  د منلو وړ نده  او زموږ لپاره د هیڅډول حکم  نلري.

په اعلامیه کې  راغلي  دي‌ چې  د اروپا  پارلمان  د ترکیې  په اړه د تاریخي  حقایقو  سره  سمون نه خوړونکې  بې ځایه  او ناحقه  پریکړه کړې  چې  په هیڅډول  د منلو وړ  نده. د اروپا  پارلمان  نړيوال  قوانین  د ترکیې  د استثمار په خاطر  کار اخلي. که چیرې  اروپايي ټولنه  صمیمي‌ وي‌  په ارمنستان به د ډیالوګ ته راوبولي.

د بله پلوه  د هیواد  لومړي‌ وزیر  احمد داوود اوغلو  د اروپا  د پارلمان  د پریکړې  نه وروسته  د اروپا د پارلمان د ریس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې  . د هیواد  لومړي‌ وزیر نوموړي‌ ته ددې خبرې  په ټینګار وویل پداسې  یو حساس  وخت  چې  د ترکیې او اروپا ترمنځه باید  همکاریو کچه  تر هر وخته  لوړه وي  داسې  یوه  بې بڼسټه پریکړه وشوه. 

د اروپا د پارلمان ریس  په ځواب کې وویل چې  دا پریکړه  زما  په عدم موجودیت کې  شوې  ده . ستاسې  غبرګون  پر حق  دی. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه