اردوغان: د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه سپیناوي ته اړتیا نلرو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د واتیکان د ولسمشر او د کاتولیکو مسیحیانو د مشر څرګندونې وغندلې او هغه ته يی خبرداری ورکړ.

236691
اردوغان: د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه سپیناوي ته اړتیا نلرو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د واتیکان د ولسمشر او د کاتولیکو مسیحیانو د مشر څرګندونې وغندلې او هغه ته يی خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې یو پاپ دا ډول  بې مسولیته  څرګندونې د منلو وړ ندي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو او ارامنه ادعاګانو په خاطر د ځان نه دفاع کولو ته اړتیا نه لرو.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو رسمي سفر په ترڅ کې قراقستان ته د حرکت کولو نه د مخه په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند وویل چې سپیناوي او د ځانه دفاع ته اړتیا نلرو ځکه چې زموږ په هیواد د عام وژنې د ترسره کولو توره لکه شتون نلري. ولسمشر اردوغان زیاته کړه دا چې د اروپا پارلمان نن پدې اړه کومه غونډه کوي او یا هره پریکړه کوي زموږ لپاره د ذره په اندازه اهمیت نلري.
ولسمشر زیاته کړه چې نن ورځ په ترکیه کې څه باندې ۱۰۰ زره تنه ارمنیان ژوند کوي چې تر اوسه پورې د یو تن سره يي هم بده معامله او یا بد چند ندی شوی .
ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د وان ولایت د اکدمار په سیمه کې د ارمنیانو کلیسه د دولت لخوا بیا ورغول شوه.
همداشان ولسمشر اردوغان وویل د نړۍ هر هیواد چې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند څه ډول پریکړه کوي په هماغه شان ځواب به هم وویني.
د هیواد ولسمشر وروسته قزاقستان ته سفر وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه