د سپېڅلي كتاب قرآن كريم نندارتون

د تركيې په پلازمېنه انقره كې د `` سپېڅلي كتاب`` قرآن كريم يو په زړه پورې نندارتون پرانيستل شو چې پكې د تېرو ۱۰۰۰ كلونو راهيسې د اسلامي هنر د خطاطۍ په زړه پورې تاريخي بېلګې نندارې ته وړاندې شوي دي.

232794

دا نندارتون په تركيه كې د ميلاد النبي ص د لمانځنې د اونۍ د فعاليتونو په لړ كې د مينه والو پر مخ پرانيستل شوى دى.
د تركيې د كلتور او توريزم د چارو وزير عمر چيليك د نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې وويل چې `` د قرآن كريم خط او خطاطي زموږ د اسلامي كلتور او ارزښتونو په زړه پورې بېلګه ده. ``
په مراسمو كې د تركيې د ديني چارو ريس محمد ګورمز هم د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې `` هر كله چې مسلمانان د قرآن نه بهر د كرامت په لټه شوي دي دوى زيان كړى دى. قرآن كريم د كرامت او بريالي ژوند يواځينۍ سرچينه ده.``
پدې نندارتون كې د هوسۍ او نورو حيواناتو پر پوستكي، رختونو او ځانګړو كاغذونو پر سر ليكل شوي مصحفونه نندارې ته وړاندې شوي دي. دا نندارتون به د اپرېل د مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې د احمد حمدي اكسكي د جامع جومات په سالون كې نندارې ته وړاندې شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه