ترکیه د افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي
ترکیه د افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.
![ترکیه د افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/7443366272tikaafganistan.jpg?time=1718878195)
ترکیه د افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا عمومي مشر سردار چام په کابل کې د ولسمشر د مرستیالانو عبدالرشید دوستم او سرور دانش سره سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ترکیې د مرستو نه مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه يي وکړه.
د بله پلوه د تیکا عمومي ریس سردار چام د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې جوړ شوی د ترکي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت نوې ودانۍ پرانیسته.
د ژبو او ادبیاتو د پوهنځۍ د ترکي ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت د نوې ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې د کابل د حامد کرزي د هوايي ډګر عمومي قومندان تورن جنرال محمد جاهد باقر یو شمیر افغان چارواکو هم ګډون کړی وو.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ژبې او ادبیاتو ډیپارتمنت په ۲۰۰۶ کال کې د کابل پوهنټون په چوکاټ کې په فعالیت پيل وکړ چې دم ګړۍ ۴۰۰ تنه زده کوونکي لري.
د تیکا ریس پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ترکیې تر اوسه پورې په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې د ټولنیزو ساختارونو د قوي کولو، روزنې او روغتیا په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې ۷۰۰ پروژې سرته رسولي. نوموړي وویل چې د افغانستان سره زموږ مرستې دوام لري او یو زیات شمیر نورې پروژې د لاس لاندې لرو چې انشاالله دا به هم سرته ورسو.
د یادولو وړ ده چې تیکا په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي د پلار د بهاوالدین ولد مزار د بیارغونې پروژه هم په غاړه لري.
تیکا په ۱۹۳۳ کال کې د ترکیې لخوا جوړه شوې د افغانستان د عسکري لیسې ودانۍ هم جوړه او فعالیت ته اماده کړه .
همداشان سردار چام د عسکري لیسې په چوکاټ کې جوړې شوې نوې ودانۍ پرانیستې.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718878196)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718878196)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله