له ايرانه د اردوغان جنجالي ليدنه پاى ته ورسېده.

ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د يو ورځني سفر په ترڅ كې د ايران نه ليدنه وكړه.

230921
له ايرانه د اردوغان جنجالي ليدنه پاى ته ورسېده.


ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د يو ورځني سفر په ترڅ كې د ايران نه ليدنه وكړه.
ولسمشر اردوغان په پلازمينه تهران كې د خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د ليدنې په ترڅ كې د دوه اړخيزو اړيكو سربېره د يمن په ګدون د سيمه ايزو او اړوندو نړيوالو مسايلو په اړه خبرې اترې وكړې.
ولسمشر اردوغان د ليدنې پرمهال په سيمه كې د مذهبي نښتو له امله د تويېدونكې وينې د مخنيوي په موخه د همكارۍ وړانديز و كړ. ولسمشر څرګنده كړه چې `` مقتولين سني – شيعه نه بلكې مسلمانان دي. دلته مسلمانان وژل كيږي.``
د تهران د سعد آباد په ماڼۍ كې په ګډه خبري غونډه كې اردوغان وويل چې `` مقتول څوك دى؟ مسلمان انسان دى. قاتلين هم له بده مرغه مسلمانان دي. زما لپاره مذهب اهميت نه لري. زما لپاره مسلمانان اهميت لري. انسان اشرف المخلوقات دى. ددې سره سره له بده مرغه يو بل سره وژني. دا حالت د منلو وړ نه دي.``
د بله پلوه روحاني بيا په يمن كې د روان كړكېچ په اړه د سراسري اوربند غوښتنه وكړه. روحاني وويل چې په ``يمن كې د جګړې د پاى ته رسوولو او د وينې د تويېدو د مخنيوي په موخه تركيه او ايران سره همغږي دي. په راتلونكې كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ به همكاري زياته شي.``
له تهرانه د اردوغان د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د چارواكو ترمېنځ د همكارۍ ۸ پروتوكولونه لاسليك شول. ددې پروتوكولونو په اساس به د تركيې – ايران ترمېنځ د سوداګرۍ سربېره د كلتوري او علمي راكړې وركړې په ډګر كې هم متقابله همكاري زياته شي.
د ايرانه د اردوغان ليدنه پداسې حال كې ترسره شوه چې د ايران د پارلمان يو شمېر غړو د اردوغان د ليدنې د تحريمولو په موخه هلې ځلې كړې وې. د ايراني پارلمان يو شمېر غړو ولسمشر روحاني ته په يو ګډ ليك كې غوښتنه كړې وه چې له تهرانه د تركيې د ولسمشر ليدنه دې وځنډوي.
ولسمشر اردوغان تېره اونۍ د يمن په ګډون په منځني ختيځ كې د ايران پر بهرني سياست نيوكې كړې وې او پر ايران يې تور لګولى وو چې غواړي د منځني ختيځ سيمه د خپل كنترول لاندې راوړي.
د ولسمشر اردوغان دې څرګندونو د ايراني چارواكو غبرګون را پارولى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه