په ترکیه کې ۹۴ تنه ناقانون کډوال چې ډیر افغانان دي ونیول شول
د هیواد امنیتي ځواکونو ۹۴ تنه ناقانونه کډوال چې د ناقانونو لارو څخه ترکیې ته راغلي ول د ایدرنې په ولایت کې ونیول.
د هیواد امنیتي ځواکونو ۹۴ تنه ناقانونه کډوال چې د ناقانونو لارو څخه ترکیې ته راغلي ول د ایدرنې په ولایت کې ونیول.
د ایدرنې ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې د یاد شوي ولایت د جاندارما ځواکونو د ترلاسه کړو راپورونو او تالاشۍ په پایله کې ۹۴ تنه ناقانونه کډوال چې اروپا ته يی د تلو هڅه کوله ونیول.
ایدرنې د جاندارما ځواکونو د ترلاسه کړو راپورونو نه وروسته په ترسره کړو ځانګړو عملیاتو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې د ناقانونو لارو څخه يي اروپا ته د اوښتو هڅه کوله ونیول.
نیول شوي کسان ډیر د افغانستان او پاتې نور بیا د سوریې، میانمار، پاکستان، هندوستان ، سوریې ، عراق او فلسطین وګړي دي.
نیول شوي کسان صحي معاینې نه د تیرولو نه وروسته د ایدرنې ولایت د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته وسپارل شول.
نیول شوي ۹۴ تنه به د قانونې مراحلو او تحقیقاتو نه وروسته د ترکیې د پولو نه وویستل شي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د ترکیې د موغلا په ولایت کې د ناقانونو کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو له امله ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ژوندي وژغورل شو.
د وژل شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي . د وژل شوو کډوالو مړي د اتوپسي معاینې په خاطر د موغلا ولایت د عدلي طب مرکز ته وړ شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله