د ترکیې ولسمشر د ایران نه لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د ایران نه لیدنه وکړه .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د ایران نه لیدنه وکړه .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پداسې یو حساس وخت کې ایران ته سفر وکړ چې سعودي عربستان په یمن کې د حوثیانو پر خلاف چې د ایران پوره ملاتړ ترشاه لري هوايي عملیاتو ته دوام ورکوي.
همداشان ترکیې هم په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ په حوثیانو د هوايي بریدونو او ایتلاف نه ملاتړ اعلان کړی دی .
د ټولې نړۍ پام د ایران نه د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر ته اوښتی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته سفر وکړ. د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي، د ګمرکانو او سوداګرۍ وزیر نورالدین جانیک لي، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز، د کولتور او ګرځندوی وزیر عمر چلیک او د پراختیا وزیر جودت یلمز ملګرتیا کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ. د ولسمشر اردوغان نه د تهران د سعد آباد په ماڼۍ کې پخپله حسن روحاني هر کلی وکړ.
ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشرۍ د ماڼۍ د تشریفانو د قطعې د معاینه کولو نه وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه .
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان او د ایران ولسمشر حسن روحاني د دواړو هیوادونو ترمنځه عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو په دویمه سرمشریزه کې ګډون وکړ. ددې سرمشریزې مشري دواړو مشرانو وکړه. پدې سرمشریزه کې د ترکیې ۷ تنو وزیرانو او د ملي استخباراتو ریس او د ایران له لورې هم یو زیات شمیر وزیرانو ګډون کړی وو.
په پام کې ده چې ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه ځیني تړونونه هم لاسلیک شي. ولسمشر اردوغان به د ایران د دیني مشر ایت الله علی خامنه يي سره هم لیدنه وکړي.په لیدونو کې به د دوه اړخیړو اړیکو سربیره په سیمه ییزو او نړۍوالو مسلو هم خبرې وشي . تمه کیږي چې پدې لیدونو کې تر ټولو زیات د یمن په روان کړکیچ خبرې وشي. نړۍواله ټولنه چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو نه په ملاتړ تورنوي خو ایران تل دا ادعاګانې ردوي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718957467)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718957467)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله