د ترکیې د سینما نامتو لوبغاړي خپل پلار وواژه
د ترکیې د سینما نامتو لوبغاړي اروخان شمشک تیره شپه خپل پلار وواژه
![د ترکیې د سینما نامتو لوبغاړي خپل پلار وواژه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/74892784541110807.jpg?time=1719225858)
د ترکیې د سینما نامتو لوبغاړي اورخان شمشک خپل پلار وواژه. ویل کیږي اورخان شمشک په غړې د خپل پلار غړۍ غوڅه کړې ده.
نوموړي تیر ماښام د خپل پلار د وژلو نه وروسته په وینو د ککړو جامو سره جاندارما ته ځان تسلیم کړ.
اورخان شمشک چې په یو زیات شمیر ترکي سریالونو لکه کرمیل ، ګینجو، نفس، سلطان او زیات شمیر نورو کې کار کړی دی دم ګړۍ د ګوچک ګیلن یا کوچنۍ ناوې په سریال کې کار کولو .
د ویلو ده چې اورخان شمشک دوه میاشتې د مخه لا درکه شوی وو چې وروسته بیا وموندل شو. د اورخان شمشک مور مویثر شمشک ویلي دي چې زوی اورخان شمشک رواني او روحي ناروغي لري.
د پیښې په اړه څيړنې پیل شوي دي .
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې اورخان شمشک پرون د ماښام په ساعتونو کې خپل پلار وژلی وو چې د شپې په شاوخوا ۱۱ بجو په وینو د ککړو جامو سره جاندارما ځواکونو ته تسلیم او خپل جرم اعتراف وکړ.
نوموړي په لومړنیو څیړونو کې ویلي دي چې خپل پلار مړی د وژلو نه وروسته لرې چیرته کروندو کې ګوزار کړ چې ځای تری هیر شوی دی .
د جاندازما ځواکونو د سهار په ساعتونو کې د اورخان شمشک د پلار مړی ومونده.
په عدلي طب کې په لومړنیو معایناتو کې معلومه شوې ده چې اورخان شمشک خپل پلار په کراتو مراتو په چړو د وهلو نه وروسته غړې ترې غوڅه کړې ده.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719225859)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719225859)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله