ترکیې د عرب لیګ د عمومي سکرتر وروستي څرګندونې وغندلې
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په اړه د عرب لیګ د عمومي سکرتر نبیل العربي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په اړه د عرب لیګ د عمومي سکرتر نبیل العربي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.
د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عرب لیګ عمومي سکرتر العربي د مارچ په ۲۸ او ۲۹ مو نیټو د عرب لیګ د ۲۶ سرمشریزې نه وروسته په یوې خبري غونډه کې د ترکیې اړوند کړې څرګندونې په کلکو ټګو غندلي دي.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې العربي پدې څرګندونو کې په ترکیې بې بڼسټه تورنه لګولي دي . دا څرګندونې په سیمه او نړۍ کې د ترکیې د سوله ییز سیاستونو سره په ټکر کې دي او د عربي نړۍ سره د ترکیې د اړیکو او د سیمې د خلکو سره د اوږدو تاریخي او ژورو دوستانه او د ورورلۍ اړیکو سره په ټکر کې دي.
ترکیه پدې ډیر ښه پوهیږي چې نبیل العربي دا څرګندونې د عرب لیګ او یا هم د عرب لیګ د غړیو هیوادونو په استازیتوب نه بلکې د خپل هیواد مصر د اغیزو لاندې کړي دي .
په همدې چوکاټ کې د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۳۰ نیټه په انقره کې د عرب لیګ ځانګړې استازی لوی سفیر محمد الفتاح ناجیري د بهرنیو چارو وزارت ته رابللی او د ترکیې ناراضایتي ته ورته بیان شوې ده . ترکیې د عرب لیګ استازي ته ویلي دي چې د نبیل العربي څرګندونې په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د عرب لیګ عمومي سکرتر پدې خبري غونډه کې ویلي وو چې ایران ، اسراییل او ترکیه په بعضو عربي هیوادونو او سیمه کې د خپلو ګټو په خاطر ستونزو ته لمن وهي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله