د ايران په اړه د اردوغان نوې څرګندونې

لسمشر رجب طيب اردوغان چې درې ورځې وړاندې په يمن كې د ايران په سياستونو باندې نيوكه كړې وه، يو ځل بيا د خپل تېر موقف نه دفاع وكړه.

287891
د ايران په اړه د اردوغان نوې څرګندونې


ولسمشر رجب طيب اردوغان چې درې ورځې وړاندې په يمن كې د ايران په سياستونو باندې نيوكه كړې وه، يو ځل بيا د خپل تېر موقف نه دفاع وكړه.
ولسمشر اردوغان په يمن كې د حوثي شيعه ګانود پرمختګ د مخنيوي په موخه د سعودي عربستان په مشرۍ د هوايي بمباريو نه د ملاتړ په ترڅ كې وويل چې ايران غواړي چې په سيمه كې خپل حاكميت ټينګ كړي. اردوغان د ايران غوښتنه كړې وه چې له يمنه دې خپل ځواكونه وباسي.
په داسې حال كې چې ولسمشر رجب طيب اردوغان به يوه اونۍ وروسته د تهران نه رسمي ليدنه وكړي په منځني ختيځ كې د ايران په سياستونو باندې نيوكو ته هم دوام وركوي.
پخوا يو شمېر ايراني سياستوالو د نوموړي هېواد پر مقاماتو غږ كړى وو چې د اردوغان سفر دې وځنډول شي. ددې سره سره اردوغان وويل چې د اپرېل د اومې نېټې د سفر د پروګرام په برخه كې كوم بدلون نه دى راغلى.
ولسمشر اردوغان سلوانيا هېواد ته د روانېدو وړاندې په هوايي ډګر كې د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو پرمهال وويل چې `` د يمن ځمكنۍ بشپړتيا ته درناوى لرو. ددې هېواد خپلواكي او ځمكنۍ بشپړتيا بايد وساتل شي او د بهرنيو مداخلو مخه بايد ونيول شي.``
ولسمشر اردوغان وويل چې `` ايران ته د تګ په برخه كې زموږ مخاطبين معلوم دي. دا چې ځو يا نه ځو پدې اړه تصميم موږ پخپله نيسو. دا پرېكړه نور نشي كولاى موږ يې پخپله كوو.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه